ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون معتمد وژل شوی

د هرات د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون معتمد وژل شوی

author avatar
14 Dec 2019 - 14:16
د هرات د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون معتمد وژل شوی
author avatar
14 Dec 2019 - 14:16

شهر هرات (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٨): په هرات کې مسوولين وايي چې د دغه ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون معتمد نن د خپل کار په دفتر کې وژل شوی دی.

د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد نن پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون معتمد لږ مخکې پر ډزو ووژل شو.

تر اوسه د دې پېښې انګېزه او چې د چا له لوري وژل شوى، نه دي معلوم، امنيتي سرتېري سيمې ته رسېدلي او د دې پېښې د څرنګوالي معلومولو په حال کې دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر عارف جلالي پژواک ته وويل چې لږ مخکې د دغه کس جسد روغتون ته ور وړل شوى دى.

تر اوسه پورې د دې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.