ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوايي دهلېزونو له لارې ١٠زره ټنه توکي صادر شوي

د هوايي دهلېزونو له لارې ١٠زره ټنه توکي صادر شوي

author avatar
14 Dec 2019 - 13:37
د هوايي دهلېزونو له لارې ١٠زره ټنه توکي صادر شوي
author avatar
14 Dec 2019 - 13:37

کابل (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٨): د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي چې تر اوسه د هوايي دهلېزونو له لارې په زرو الوتنو کې د ٢٢٠ ميليونه ډالرو په ارزښت لس زره ټنه بېلابېل توکي نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د ياد وزارت له خوا د لېندۍ په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا توکي هندوستان، چين، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ترکيې او کويټ ته استول شوي.

همدا راز سرچينې زياته کړې چې د هوايي دهلېزونو له لارې دا توکي اروپايي هېوادونو هر يو سويس، جرمني، رومانيا، سويډن، فنلينډ،هالنډ، انګلستان، فرانسې او ځينو نورو ته استول شوي دي.

د سوداګرۍ وزارت وايي چې يواځې په تېر نومبر مياشت کې په سلو الوتنو کې  د ٢٤ ميليونه ډالرو په ارزښت ١٠٦٢ ټنه توکي نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره مياشت هندوستان ته په ٣٢ الوتنو کې ٤٧ ټنه انار، زعفران، هنج، غوزان، انګور، خټکي، بادام، پسته او قالين استول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چين ته په ٢٨ الوتنوو کې ٦٢٩ ټنه جلغوزې، اروپايي هېوادونو ته په ١٩ الوتنو کې ٦١ ټنه انار، غالۍ، لاسي صنايع، قره قل، بادام، طبي توکي، د پسه څرمن او توت صادر شوي دي.

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، انګلستان ته په شپږو الوتنو کې ٣١ ټنه وچه مېوه، قالين او لاسي صنايع، اماراتو ته په ٩ الوتنو کې ١٨ تنه انار او بادام، سعودي ته په دوو الوتنو کې ٥ ټنه انار او وچه مېوه، ترکيې ته په دوو الوتنو کې ٤ ټنه څرمنې، کويټ ته دوه ټڼه قالينې ، او اوکراين ته يو ټن قالين استول شوى دى.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.