ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسیون: د روانې اونۍ تر پایه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانېږي

د ټاکنو کمېسیون: د روانې اونۍ تر پایه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانېږي

author avatar
14 Dec 2019 - 19:28
د ټاکنو کمېسیون: د روانې اونۍ تر پایه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانېږي
author avatar
14 Dec 2019 - 19:28

کابل (پژواک ۲۳ ليندۍ ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په پاتې ٧ ولایتونو کې د رایو شمېر سبا رسما پیلېږي او د اونۍ تر پایه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله په کابل کې په خبري ناسته کې له خپلو پلویانو وغوښتل څو په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیا شمېرنې ته اجازه ورنه کړي.

عبدالله د ټاکنو کمېسیونونو سره د ثبات او همپالنې ټېم دغه پرېکړه د «حسن نیت» نښه وښوده او زیاته یې کړه چې د ۳۰۰ زره رایو د باطلېدو په اړه پر خپلو خبرو ولاړ دي .

ثبات او همپالنې ټېم دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د ټاکنو کمېسیونونو د ټاکنو د بهیر د ستونزو  د حل په موخه د ټاکنیزو ټېمونو له استازو سره ګډه ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.

بلخوا د عبدالله عبداله په مشري د ثبات او همپالنې ټېم پلویانو د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د ابطال په اړه په جوزجان، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر ولایتونو کې د اعتراض په ډول د رایو د تقتیش او بیا شمېرنې مانع شوي دي.

ډاکټر عبدالله نن سهار په یادو ولایتونو کې د خپلو پلویانو د لیدنې په موخه بغلان ولایت ته لاړ.

خو د دولت جوړوونکي ټيم لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ثبات او همپالنې ټيم له خوا په ټولو ولایتونو کې ډېره درغلي شوې ده.

نوموړی وایي: ((د دغې رسوایۍ د ښکاره کېدو له ډار څخه د ثبات او همپالنې ټيم د خپلو معاش خورو له خوا په اوو ولایتونو کې د کمېسیون دروازې تړلې وې. د ولایتي کمېسیونونو د دروازو په تړلو کې خلکو او ولس هېڅ رول نه درلود او نه یې لري.))

صالح ثبات او همپالنې ټيم ته په اشاره وایي، هغوی قانون برمته کړی او تمه ده دغه برمته کېدل به سبا پای ته ورسېږي.

خو له بلې خوا د ټاکنو کمېسیون کمېشنر اورنګزېب نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې سبا په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه رسما پیلېږي.

نوموړی وایي، دا بهیر په درېیو ورځو کې بشپړېږي او له تکمیلېدو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي.

نوموړي، د دې مطلب په روښانه کولو چې د ٢٧ ولايتونو په اړه بحث بشپړ شوی، وویل چې په دوو ناستو کې چې د ولسمشرۍ نوماندانو له استازو سره یې درلودې، ټاکنیزو ټکټونو ته د ۲۷ ولایتونو په د تفتیش او بیا شمېرنې په اړه مکمل معلومات ورکړل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه کمېشنر د ولسمشرۍ له نوماندانو وغوښتل چې خپل ناظرین په پاتې ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې د څارنې لپاره دغه ولایتونو ته واستوي، څو دغه بهیر د څارونکو په شتون کې ترسره شي.

ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې؛ خو تراوسه یې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فساد د یوشمېر ادعاوو له مخې، په ۲۷ ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه ترسره کړې ده، خو څو ټاکنیزې ډلې په ځانګړې توګه د ثبات او همپالنې ټېم په اوو ولایتونو کې د هغه مانع شوی دی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.