جلال اباد (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۸): په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، له دوی سره د ښځو پر وړندې د تاوتريخوالي ۲۷۳ پېښې ثبت شوي چې ۲۵ سلنه يې د روږدو کسانو له لوري رامنځته شوې دي.
دوی دغه راز وايي، د تېر کال په پرتله د تاوتريخوالي په پېښو کې ۲۵ سلنه زياتوالی راغلی چې خپلو حقونو ته د ښځو د لاسرسي د ډېروالي ثبوت ورکوي.
دا څرګندونې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د ختيځ زون د سيمه ييز دفتر د نظارت او څېړنو مسوول عرفان الله لاروي په جلال اباد ښار کې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې وکړې.
نوموړي وويل، له دوی سره د ټول زون په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۷۳ پېښې ثبت شوي چې د تېر کال په پرتله ۹ سلنه زياتوالی ښيي، ځکه تېر کال ۲۲۰ قضيې ثبت شوې وې.
هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې ننګرهار ولايت کې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ثبت شويو پېښو ۲۵ سلنه يې هم د روږدو کسانو له لوري رامنځته شوې دي.
دى وايي، دغو قضيو کې د ښځو وهل ټکول، طلاق، تفريق او يو شمېر نورې قضيې شاملې دي، چې يو شمېر هغو ته يې دغه کمېسيون د حل لارې هم پيدا کړې دي.
په دغه غونډه کې د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند وويل چې تېرو څلور لسيزو جګړو، د سواد د کچې کموالی، نا امني او غربت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او بشري حقونو د سرغړونې پېښو رامنځته کېدو ته زمينه برابره کړې ده.
هغه ډاډ ورکړ چې د دغو ستونزو د حل لپاره په ولايتي کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي ګډ کمېسيون او يو شمېر نورې ادارې کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د ښځو چارو رياست هم په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قضيو د زياتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن