ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د یوه خبریال فېسبوکي پوسټ غبرګون کې د پژواک رییس استجواب کړی

مشرانو جرګې د یوه خبریال فېسبوکي پوسټ غبرګون کې د پژواک رییس استجواب کړی

author avatar
14 Dec 2019 - 16:32
مشرانو جرګې د یوه خبریال فېسبوکي پوسټ غبرګون کې د پژواک رییس استجواب کړی
author avatar
14 Dec 2019 - 16:32

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۸): د رسنیو ملاتړ بنسټونه د مشرانو جرګې د عامه سوکالۍ کمېسیون له خوا د پژواک اژانس د یوه خبریال له فیسبوکه د یوه خپاره شوي حدیث په اړه د یاد اژانس د رییس استجواب د قانون خلاف عمل دی.

په فاریاب کې د پژواک اژانس خبریال قطب الدین کوهي د لېندۍ په ۱۳مه په خپله شخصي فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي: ((رسول الله ص فرمایلي دي: عمره تر عمرې کفاره ده، د دې لپاره چې د هغو مینځ کې دي او له تېروتنو خالي حج له جنت پرته ثواب نه لري. “د مسلم او بخاري په اتفاق” خو لیدل کېږي چې ځیني هر کال په مفته حج ته ځي، له کعبې اووه ځلې طواف کوي او له خدای سره راز او نیاز کوي، عکسونه اخلي او ښيي چې العیاذ بالله له خدای سره پخلا شوی او نور منکراتو ته نه نږدې کېږي، خو کله چې را وګرځېدل ټولې ژمنې یې هېرې کړې، تر پخوا ډېر فساد کوي، څښي، څښي او څښي.))

د دغه پوسټ په تعقیب په مشرانو جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي او د دې جرګې د عامه هوساینې کمېسیون رییس ګل محمد رسولي د یاد پوسټ په اړه د و     ضاحت غوښتلو لپاره د پژواک خبري اژانس رییس د دغه کمېسیون عمومي غونډې ته استجواب کړی دی.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مدیریت، اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د ۹۴۹۶ ګڼې په یوه مکتوب کې چې د لېندۍ میاشتې په ۱۹مه لېږل شوی، لیکلي چې د پژواک خبري اژانس رییس له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې (د لېندۍ ۲۰مه) د عامه هوساینې کمېسیون عمومي غونډې ته بلل شوی دی.

په مکتوب کې راغلي: ((د ملي شورا د مشرانو جرګې د عامه هوساینې محترم کمېسیون د پرېکړې پر اساس، د دې جرګې د دارالانشا محترم ریاست، د لړم میاشتې د ۱۷مې نېټې خپل یوه مکتوب له لارې له نوموړي (د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل) غوښتي څو په پورته یاده شوې نېټه د پژواک خبري اژانس د کارکوونکي قطب الدین کوهي له خوا د دولتي چارواکو سپکاوي او د دندې له واکونو د ناسمې ګټې اخیستنې په تړاو د شکایتونو په هکله د توضیحاتو وړاندې کولو په موخه د یاد کمېسیون غونډې ته تشریف راوړي.))

پژواک خبري اژانس که څه هم پوهېده چې د عامه هوساینې کمېسیون له خوا یې د رییس استجواب د قانون او خبریالانو او رسنیو د شکایت میکانیزم خلاف کار دی او د دې ترڅنګ د قطب الدین کوهي په لیکنه کې کوم چارواکي یا شخص ته سپکاوی نه دی شوی او د هېچا نوم هلته نه دی ذکر شوی، د دې ادارې خبریال خواجه بصیر فطري د ځواب ویلو په موخه یاد کمېسیون ته ولېږه.

د کمېسیون د اجنډا له مخې چې پژواک خبري اژانس لاس ته ورغلې، د عامه هوساینې کمېسیون پرونۍ ناسته (د لېندۍ ۲۰مه) یوازې د همدې موضوع لپاره ځانګړې شوې وه.

خو د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل وویل، ډېر متاسف دی چې یوه رسنۍ د رسول الله ص د یوه حدیث خپرېدو لپاره، هغه هم د دې ادارې د یوه خبریال په شخصي پاڼه کې، د مشرانو جرګې یاد کمېسیون ته غوښتل کېږي.

هغه د یاد کمېسیون دغه ډول چلند په هېواد کې د بیان ازادي د خراب وضعیت ښکارندوی وباله او زیاته یې کړه: ((ډېر متاسف یم، په هېواد کې ډېر نور مهم مسایل شته چې باید زموږ قانون جوړوونکي پر هغو بحث وکړي او هغه د کمېسیون په اجنډا کې شامل کړي، خو د مشرانو جرګې د عامه هوساینې کمېسیون د داسې یوه پوست لپاره چې هغه د پژواک نه اړوندېږي او نه هم په هغه کې د چا په ادرس سپکاوی شوی، ځانګړې غونډه جوړوي.))

د عامه هوساینې کمېسیون رییس په یاده استجوابیه ناسته کې وویل چې کوهي د پژواک خبري اژانس له نومه په استفادې د فاریاب سیمه ییزو چارواکو ته سپکاوی کړی دی.

رسولي له پژواکه وغوښتل څو پر کوهي فشار راولي چې له دې وروسته نه یوازې دا چې د پژواک خپاره شوي خبرونه خپاره نه کړي، بلکې د تخریبوونکو پوسټونو له کولو چې پرله پسې سیمه ییزو چارواکو ته سپکاوي وي، هم ډډه وکړي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې کوهي چا او څنګه سپکاوی کړی، په داسې حال کې چې په پوست کې هېڅ د ده نوم نه دی یاد شوی، وویل: ((په دې وروستیو کې زه او د فاریاب ځیني چارواکي عمرې ته تللي وو او ټول پوهېږي چې کوهي موږ ته سپکاوی کړی دی.))

رسولي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د کوهي شخصي لیکنې له پژواک او د دغه ا‎ژانس د رییس له استجواب سره څه اړیکه لري؟ وویل چې کوهي په فاریاب کې د پژواک خبري اژانس د خبریال په نوم پېژندل شوی دی او همیشه د پژواک خبري اژانس خبرونه په خپله فیسبوک پاڼه کې خپروي او د فاریاب خلک فکر کوي چې د هغه په فیسبوک کې نور مطالب هم د پژواک خبري اژانس مربوط کېږي.

د پژواک خبریال خواجه بصیر فطري د دې کمېسیون په نننۍ ناسته کې وویل: ((که د پژواک د فیسبوک پاڼه کې کوم خبر یا راپور مشکل ولري، د پژواک اداره یې ځواب ویونکې ده، خو دغه اداره نه شي کولای پر خپلو خبریالانو فشار راوړي څو خپلو فیسبوکونو کې له شخصي نظرونو خپرولو ډډه وکړي؛ ځکه دغه کار د بیان ازادي د ارزښتونو خلاف دی او څوک حق نه لري د هېواد د اتباعو د نظرونو مانع وګرځي.))

فطري څرګنده کړه، کمېسیون کولای شي له قانوني لارو چې د شکایتونو اورېدو او رسنیزو سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون دی، د کوهي پر وړاندې خپل اعتراض ثبت کړي.

د ولسمشر د ۲۱۹۳ ګڼې حکم په پنځمه فقره کې چې د ۱۳۹۴ کال د سلواغې په لسمه صادر شوی، راغلي دي: ((اصولاً د حقوقي شخړو حل او رسنیزو سرغړونو ته رسېدنه چې د رسنیو له قانوني فعالیتونو او د هغو د کارکوونکو له امله دي، یوازې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې او شکایتونو اورېدو کمېسیون له واکونو دي.

لویه څارنوالي په هغه صورت کې کولی شي دغه ډول قضیې تعقیب کړي چې رسمآً د دې ادارې له لوري د لویې څارنوالۍ ادارې ته راجع شوې وي، پرته له دې لویه څارنوالي او نور دولتي بنسټونه د خبریالانو او رسنیو د حرفه یي فعالیتونو په اړه قضیې، که څه هم د دولتي بنسټونو له خوا ورته رسېدلې وي، له تعقیبولو ډډه وکړي.))

د مشرانو جرګې د یاد کمېسیون له خوا د پژواک اژانس د رییس د استجواب پرېکړه د رسنیو د ملاتړ ادارو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې رییس فهیم دشتي وايي چې په دې اړه یې د قطب الدین کوهي له خوا رسمي شکایت ترلاسه کړی او هغه په جدي ډول تعقیبوي.

هغه زیاته کړه چې د کوهي د فیسبوک په پوست کې مشخص چا ته سپکاوی نه دی شوی او که کوهي په خپل پوسټ کې د چا نوم هم اخیستی وای، ځکه چې د هغه شخصي پاڼه ده، د پژواک اداره په دې اړه پر ځواب ویلو مکلفه نه ده.

هغه زیاته کړه: ((له بده مرغه چې قانون جوړوونکي خپله قانون تر پښو لاندې کوي، که سپکاوی هم شوی وي، په قانون کې یې میکانیز او د هغه مرجع مشخصې شوې دي، د رسنیو د سرغړونو کمېسیون شکایتونو او اعتراضونو ته د رسېدنې قانوني مرجع ده.))

دغه راز د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نی) رییس مجیب خلوتګر هم وویل چې د دې موضوع په اړه مشرانو ګې او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د قانون خلاف عمل کړی او باید دغه ادارې له خلکو او رسنیو بښنه وغواړي او په راتلونکي کې دي دغه کار نه تکراروي.

هغه د مشرانو جرګې د عامه هوساینې کمېسیون رییس له خپلو واکونو پر ناسمه ګټه اخیستنه تورن کړ او ویې ویل چې د اساسي قانون د ۳۴مې مادې پر اساس، هېڅوک حق نه لري چې د هېواد د اتباعو د نظرونو مانع وګرځي.

د اساسي قانون په ۳۴مه ماده کې راغلي: ((د بیان ازادي له تعرضه خوندي ده، هر افغان حق لري خپل فکر د ویلو، لیکلو، انځور او نورو لارو د دغه قانون د مندرجو احکامو په رعاتولو سره څرګند کړي. هر افغان حق لري د قانون د احکامو مطابق خپل مطالب دولتي چارواکو ته د هغو له مخکنۍ ارایې پرته طبع او نشر کړي.))

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.