ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان  د بين الافغاني مذاکراتو پر ژر پيل ټينګار وکړ

پاکستان د بين الافغاني مذاکراتو پر ژر پيل ټينګار وکړ

author avatar
14 Dec 2019 - 12:40
پاکستان  د بين الافغاني مذاکراتو پر ژر پيل ټينګار وکړ
author avatar
14 Dec 2019 - 12:40

کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٨): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د امريکاله ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په ليدنه کې ژمنه وکړه چې افغان سولې پروسه کې د اسانتيا برابرولو په برخه کې خپل رول ته ادامه ورکوي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا د ليندۍ په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون په اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د پوځ له مشر جنرال باجوه او نورو مشرانو سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنو کې خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره د روانو خبرو اترو په اړه خبرې وکړې او له هغوى سره يې معلومات شريک کړل.

خليلزاد په دې ليدنو کې د افغان سولې پروسې، د تاوتريخوالي کمولو او په افغانستان کې د اوربند په اړه د پاکستان د همکاريو مننه او هرکلى وکړ.

د نوموړي په وينا، دافغان سولې پروسې سره به ټولې سيمې ته اقتصادي او امنيتي ګټې ورسيږي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  خليلزاد د افغان سولې پروسه کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه.

سرچينې زياته کړې، چې قريشي په دې ليدنه کې يو ځل بيا ژمنه وکړه چې دافغان سولې پروسه کې به د اسانتيا برابرولو رول ترسره کولو ته ادامه ورکوي.

د هغه په وينا، له طالبانو سره د خبرو بيا پيلولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه ډېر پر ځاى او مثبته وه .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو ژر پاى او د بين الافغاني مذاکراتو پر پيلولو ټينګار وکړ.

هغه زياته کړې چې په افغانستان کې تاوتريخوالى بايد کم او ټولې خواوې د سولې په اړه خپلو ژمنو ته عملي بـڼه ورکړي.

زلمى خليلزاد وروسته له هغه پاکستان ته ولاړ چې په قطر کې يې له طالبانو سره خبرې د بګرام د وروستي بريد له امله وځنډولې.

په دغه بريد کې چې تېره اوونۍ شوى و، دوه افغانان ووژل شول او تر ٨٠ زيات ټپيان شوي وو، چې په ټپيانو کې يو شمېر بهرني سرتېري هم وو.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.