ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې نن تېرې اوونۍ ته په کتو د اړو او تېلو بیې راټیټې شوې

په کابل ښار کې نن تېرې اوونۍ ته په کتو د اړو او تېلو بیې راټیټې شوې

author avatar
14 Dec 2019 - 14:27
په کابل ښار کې نن تېرې اوونۍ ته په کتو د اړو او تېلو بیې راټیټې شوې
author avatar
14 Dec 2019 - 14:27

 

کابل (پژواک،  ۲۳ لېندۍ ۹۸): تېرې شنبې ته په کتو نن په کابل ښار کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت لوړېدو ترڅنګ؛ د اړو او تېلو بیې راټیټې شوې خو د غوړو او بورې بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو د ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تېرې شنبې  ته په کتو د یو لېتر پټرولو بیه له ۵۱ څخه ۵۰ افغانۍ او د یو لېتر ډیزلو بیه له ۴۸ نه ۴۷ افغانیو ته راټیټه شوې.

د تېل پلورونکو په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیې ټیټوالي له امله د افغانستان په بازارونو کې هم راټیټیه شوې.

خو په کابل کې د تایمنیو د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل چې نن هم لکه تېره شنبې، یوه کیلو ګاز په ۶۵ افغانۍ پلوري.

په دې اوونۍ کې د اړو بیه راټیټه؛ خو د غوړو او بورې بیې لږ لوړې شوې دي.

د کابل ښار د منډویي بازار له عمده پلورونکو یوه تن محمد صمیم وویل چې نن تېرې شبنې ته په کتو، د ۴۹ کیلو ګرامه عمده قزاقي اړو بیه له ۱۶۵۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د اوړو د وارداتو ډېر والي او هغې ته د تقاضا کموالي، د تېرې شبنې په پرتله د اړو په بیه کې ټیټوالی راستلی.

خو د محمد صمیم په خبره نن تېرې شنبې ته په کتو، د ۴۹ کیلو ګرامه عمده پاکستانۍ بورې د پلور بیه ۱۹۲۰ نه ۹۵۰ او د ۱۶ لېټره خورشید غوړو بیه له ۱۱۳۰ څخه ۱۱۵۰ افغانیو ته لوړه شوې.

نوموړي وویل چې د پاکستان په بازارونو کې د یادو توکو د بیو لوړوالي له امله د افغانستان په بازارونو کې یې هم بیې لوړې شوې دي.

د نوموړي به خبره، نن د تېرې اوونۍ په څېر ۲۴ کیلويي لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو توکو پرچون پلور د هغو له عمده بیې سره ډېر لږ خو په ځینو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک یوه خوراکه پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ۵۰ کیلوګرامه پرچون قزاقي اوړو بیه ۱۷۳۰ افغانۍ، ۴۹ کيلويي پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي اول سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۲۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیو بدلون نه دی موندلی.

د کابل ښار د تيمور شاهي سړک یوه زرګر حاجي فواد احمد صالح وویل، نن لکه تېرې شنبې یو ګرام ۷۵۰ عیارو عربي سرو زر په ۳۰۰۰ افغانۍ او د یو ګرام ۵۸۵ عیار سره زرو په ۲۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په دې اوونۍ کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه لږ راټیټه شوې.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ د څښتن حاجي حسین صداقت د معلوماتو له مخې، نن یو امریکایي ډالر ۷۸.۷۵ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۲ افغانۍ بدلېږي.

د لېندۍ په ۱۶مه، د یوه امریکایي ډالر د پېرلو ارزښت ۷۸.۶۵ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۱ افغانۍ بدلېدې.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.