د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې د دوو روغتیایي پروژو چارې پيل شوې

اروزګان کې د دوو روغتیایي پروژو چارې پيل شوې

Dec 14, 2019 - 16:27

ترینکوټ (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۹۸): د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د دوو روغتیایي کلينیکونو د جوړېدو چارې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

دیادو روغتیایې کلینیکونو مالي لګښت د هندوستان هېواد له خوا ورکول کیږي، چې د اتو میاشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

د عامې روغتیا رییس ډاکتر خان اغامیاخېل وایي، دغه روغتیایي مرکزونه درې کاله مخکې ددغه ولایت د چارچینو او مهراباد د سیمې لپاره منظور شوي و  خو په سیمه کې د نا امنيو له امله هغوی اړل شول چې ترینکوټ ته یې را انتقال کړي.

میاخېل وایي، لومړی لس بستریز کلینیک به د ترینکوټ په خیراباد او دويم هغه یې په ده یک سیمه کې جوړیږي، چې ۱۲ او ۱۳ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي  او لګښت یې د هندوستان له خوا ورکول کیږي.

 میاخېل وايي، دغه لس بستریز روغتونونه به نسايي ولادي، هډوکو، کوچنیو حراحي عملیاتو، ماشومانو او داخله برخو کې د درملنې لپاره اسانتیاوې ولري.

د عامې روغتيا رييس پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې ددې پروژو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement