د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تر راتلونکي یوه کاله د حج بهیر برېښنایي کېږي

تر راتلونکي یوه کاله د حج بهیر برېښنایي کېږي

Dec 14, 2019 - 17:40

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۸): د حج او اوقافو وزارت او  د اسان خدمتونو ادارې  د حج  بهیر د برېښنایي کولو په موخه نن په کابل کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست محمد فهیم هاشمي د هوکړې د لاسلیک پرمهال وویل چې دغه اقدام د حج فریضې د اداو کولو په اړوندو چارو کې روڼتیا او سرعت رامنځته کوي.

نوموړي وویل چې دا سیستم تریوه کاله  ګټه اخیستنې ته چمتو کېږي.

هاشمي زیاته کړه: «ددغې هوکړې له مخې د اسان خدمتونو اداره، د حج او اوقافو وزارت اوسنی بهیر څېړي او د حج برېښنایي سیستم به چمتو او ددغه وزارت د کاکوونکو لپاره به د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه جوړ کړي.»

د حج او اوقافو وزارت سرپرست عبدالحکیم منیب چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود وویل، د حج ټولې مرحلې لکه نوم لیکنه، د پاسپورټ اخیستل، وېزه، د تګ او راتګ معلومات، په سعودي عربستان کې له تعمیرونو د ګټې اخیستنې معلومات، د پیسو تحویلول او نور د برېښنایي سیستم اړوند دي او دا معلومات به په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د لاسرسي وړ وي.

نوموړي زیاته کړه چې له دې لارې به د حج د بهیر عایدات او لګښتونه په ښه ډول مدیریت شي.

هغه یادونه وکړه چې هرکال له افغانستان څخه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې د ادا کولو په موخه ځي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement