پلخمري ښار (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٨): د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله وايي چې په اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرلو او څېړولو ته اجازه ورکول په دې معنى نه ده چې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې له درغليو ډک د لومړنيو پايلو له اعلان سره موافقه کړې وي.
دغه څرګندونې ډاکټر عبدالله عبدالله نن د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې له خپلو پلويانو سره د ليدلو پرمهال وکړې.
عبدالله په دغه ليدنه کې له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې سبا يکشنبه په دغه ولايت او پاتې شپږو نورو ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې ته اجازه ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رایو تفتیش او بیاشمېرنه بشپړه کړه، خو ځینو ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړي ډول د ثبات او همپالنې ډلې په اووه ولایتونو کې د یاد بهیر مخه نيولې ده.
عبدالله وايي چې په اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرلو او څېړولو ته اجازه ورکول په دې معنى نه ده چې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې د لومړنيو پايلو له اعلان سره موافقه کړې ده.
هغه زياته کړه:((موږ په بغلان او نورو ولايتونو کې د رایو بیا شمېرنې ته په دې شرط اجازه ورکوو چې کمېسیون به د تقلبي رایو له شمېرلو ډډه کوي.))
د عبدالله په وينا، دوى په اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرلو ته ځکه اجازه ورکړې چې د ټاکنو کمېسيون هغه پلمې ختمې شي چې ويلي دي د ثبات او همپالنې ډلې د دوى د کار پر وړاندې خنډ جوړ کړى دى.
دغه راز د همدې ټاکنيزې ډلې غړي مصطفى خان وويل چې د عبدالله په وينا دوى د ټاکنو کمېسيون دروازه نه وه تړلې.
هغه وايي: ((دغه کار موږ د شفافيت لپاره کړى و خو نن خوشحاله يو چې ډاکټر صاحب عبدالله دلته راغلى او د رايو بيا شمېرنې پروسه يې بېرته پرانېسته.))
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر اورنګزيب رسنيو ته وويل چې سر له سبا په پاتې اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنه او څېړنه پيل شي او د روانې اوونۍ تر پايه به د ټاکنو پايلې اعلان شي.
د يادونې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان یو ځل د تلې له ۲۷ مې د لړم ۲۳ ته وځنډېد، خو وروسته د لړم په ۲۳ مه هم اعلان نه شوې او مشخصه نه ده چې څه وخت به اعلان شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن