ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د طالبانو نفوذي کسانو د سیمه ییزې اردو ۲۳ سرتېري وژلي

غزني کې د طالبانو نفوذي کسانو د سیمه ییزې اردو ۲۳ سرتېري وژلي

author avatar
14 Dec 2019 - 09:22
غزني کې د طالبانو نفوذي کسانو د سیمه ییزې اردو ۲۳ سرتېري وژلي
author avatar
14 Dec 2019 - 09:22

غزني ښار (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٨): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د نفوذي بريد له امله د سيمه ييزې اردو ٢٣ کسان وژل شوي دي.

په غزني کې يوې امنيتي سرچينې د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په لېونۍ بازار سيمه کې د سيمه ييزې اردو په قرارګاه کې نفوذي کسانو پر نورو بريد کړى دى.

هغه وايي: ((په دې قرارګاه کې د طالبانو نهه نفوذي کسان وو چې پر دې نورو يې بريد کړى او ٢٣ تنه يې وژلي دي.))

ده زياته کړه چې يادو نهو کسانو يو ټانګ او نور موټر هم له ځان سره بيولي دي.

دغه راز د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دغه بريد کې ٢٣ کسان وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، نفوذي کسانو له طالبانو سره لاس درلود او طالبانو ته ورغلي دي.

د غزني حکومتي مسوولينو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبله کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.