ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې دولتي ادارو ته له کلدارو سره په ورتګ بنديز ولګېد

ننګرهار کې دولتي ادارو ته له کلدارو سره په ورتګ بنديز ولګېد

author avatar
14 Dec 2019 - 17:37
ننګرهار کې دولتي ادارو ته له کلدارو سره په ورتګ بنديز ولګېد
author avatar
14 Dec 2019 - 17:37

جلال اباد (پژواک، ۲۳ ليندۍ ۹۸): د ننګرهار ولايتي ادارې پرېکړه وکړه چې سر له سبا څخه دولتي مامورين او عام خلک دولتي ادارو ته له کلدارو سره نه شي ننوتلی او دغه راز به سوداګر هم د افغانيو دودولو په موخه په دوکاندارانو مالونه په کلدارو نه پلوري.

مسوولينو دا پرېکړه د ليندۍ په ۲۳مه ولايت مقام کې د افغانيو د دودولو په موخه جوړه شوې د چارواکو او خلکو  ګډې غونډې ته د وينا پرمهال وکړه.

د غونډې ګډونوالو دغه راز د کلدارو د مخنيوي لپاره د ښار له واټونو د صرافۍ د بکسونو ټولېدو، د کلدارو په نسبت د افغانيو نرخونو کم ټاکلو، د ترانسپورټي کرايو لپاره د افغانيو نرخونو ټاکلو او بانکونو له خوا د وړو افغانيو اخيستو وړانديزونه هم وکړل.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، سر له سبا يکشنبې (د ليندۍ ۲۴مې څخه) به هېچاته اجازه ورنه کړل شي چې له کلدارو سره دولتي ادارو ته داخل شي، هغه که دولتي مامور وي او يا هم مراجعين وي.

والي د خلکو د هغه شکايت په نتيجه کې چې يو شمېر بانکونه وړې افغانۍ نه اخلي، ګواښ ‎وکړ، تر دې وروسته چې هر بانک وړې افغانۍ نه اخيستې، دفتر یې تړل کېږي.

نوموړي د ترانسپورټ ادارې ته سپارښتنه وکړه چې د ترانسپورټي نرخونو لپاره نوې لايحه جوړه کړي او هر ځای ته چې سل کلدارې کرايه وي، څلوېښت افغانۍ دې وټاکل شي.

هغه له سوداګرو هم وغوښتل چې دې برخه کې دې ورسره همکاري وکړي او پر دوکاندارانو دې مالونه له افغانيو پرته نه پلوري.

د ننګرهار والي وويل، د روانې مياشتې تر پايه به دغه برخه کې د عامه پوهاوي تر کچې کار کوي؛ خو د مرغومي په لومړۍ نېټه به دې برخه کې جدي پرېکړه کېږي او که بيا هر چا سر غړونه وکړه، قانوني چلند به ورسره کېږي.

‎د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډګر جنرال نظر علي واحدي وويل، دوی دا ځل د دغې پرېکړې په عملي کولو کې جدي دي او د افغانيو دودولو د کمېسيونو په اړه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې يې وويل، چې دا ځل به په دې کمېسيونونو کې سوداګرو، مدني فعالانو او نور قشرونو ته به هم ونډه ورکړل شي.

د ننګرهار امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازي وويل، پوليس به سر له سبا څخه د ولايتي ادارې د دغې پرېکړې عملي کولو کې برخه اخلي.

د ننګرهار د مدني فعالانو په استازيتوب شريف الله ناصري وويل، د افغانيو رواجول ملي جذبه غواړي او له پاکستان سره د مبارزې لپاره د افغانيو دودولو ستر کار دی.

‎د جلال اباد ښار د دوکاندارانو په استازولۍ خانزاده افغان وويل، دوکانداران د کلدارو د ارزښت د کموالي له امله له زيان سره مخامخ شوي، خو که سوداګر افغانۍ استعمال کړي، دوی حاضر دي چې افغانۍ استعمال کړي.

په غونډه کې يو شمېر ګډونوالو قومي مشرانو او جلال اباد ښاريانو د افغانيو د دودولو لپاره د نرخونو په کنټرول ټينګار وکړ.

د کامې ولسوالۍ يو قومي مشر نوراغا پر والي غږ وکړ چې ښاروالۍ، ترانسپورټ او امنيه قومانداني دې په ګډه د نرخونو د کنټرول لپاره زمينه برابره کړي، ځکه دوکانداران او موټر چلوونکي د سل کلدارو بديل ۶۰ افغانۍ اخلي، حال دا چې اوس افغانۍ د کلدارو په پرتله دوه چنده لوړه ده.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.