د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې په لومړي ځل د چرګوړو د توليد فابريکه جوړه شوه

ننګرهار کې په لومړي ځل د چرګوړو د توليد فابريکه جوړه شوه

Dec 14, 2019 - 19:08

جلال اباد (پژواک ۲۳ لېندۍ ۹۸): ننګرهار کې په لومړي ځل د چرګړو د تولید یوې فابریکي په کار پيل وکړ چې د مسوولینو په وینا، له پاکستان څخه به د چرګوړو په وارداتوکې شل سلنه کموالی راولي.

مسولين یې وايي، دا فابریکه هره میاشت د شپږ سوه زره چرګړو د تولید ظرفیت لري.

د فابریکي چارواکي وايي، هڅې يې پیل کړي په کور دننه د چرګانو روزنې لپاره ډېر کار وکړي، خو له حکومت غواړي چې دې برخه کې ورسره پوره همکاري وکړي.

له پاکستان څخه هره میاشت په زرګونه یو ورځني چرګوړي افغانستان ته د روزنې لپاره واردېږي، خو اوس په ننګرهار کې د خصوصي سکټور له لوري یوې فابریکې په کار پیل وکړ چې د مسوولینو په وینا یې هر میاشت د شپږ سوه زره چرګوړو د تولید ظرفیت لري.

د حبيب حسام په نوم د دې فابريکې مشر عزيز الله حسام د ليندۍ په ۲۳مه د فابريکې د پرانېستې پرمهال وویل، تر پخوا په کور دننه د چرګانو روزنې برخه پیاوړې شوې او دا څېر فابریکې کولی شي له پاکستان څخه د چرګوړو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راولي.

حسام وایي، که څه هم حکومت د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره پروګرامونه لري او ځیني عملي شوي، خو نیوکه یې دا ده چې د حکومت په بطن کې ځينې کړۍ د سوداګرو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس ضمير بهسودی وايي، دوی کار کوي تر څو د چرګانو روزنې برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.

هغه زياته کړه، د دې نوې فابریکې په جوړښت سره به د چرګوړو په وارداتو کې شل سلنه کموالی راشي.

د چرګانو روزنه کې څه هم له پخوا زیاته شوې، خو د پلور کموالی یې سوداګر لویه ستونزه ګڼي او غوښتنه کوي چې د بازار پیاوړتیا لپاره دې حکومت ورسره همکاري وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement