د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په وزې ځدراڼ کې په لومړي ځل له دوولسم ټولګي زده کوونکي فارغ شول

په وزې ځدراڼ کې په لومړي ځل له دوولسم ټولګي زده کوونکي فارغ شول

Dec 14, 2019 - 16:43

ګردېز (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٨): د پکتيا ولايت په لرې او وروسته پاتې غرنۍ ولسوالۍ وزې ځدراڼ کې په لومړي ځل له دوولسم ټولګي څخه ۲۶ تنه زده کوونکي فارغ شول.

ياد زده کوونکي او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې که اسانتياوې ورته برابرې شوې وای، په تعليمي او تحصيلي برخه کې به يې تر دې زيات پرمختګ کړی و.

د وزې ځدراڼ يو تن قومي مشر ګلزمان وايي چې تر اوسه په دې ولسوالۍ کې له ښوونې سربېره په روغتيا، بيارغونه او نورو برخو کې هم هېڅ د پام وړ کار نه دی شوی.

ګلزمان پژواک ته وويل: ((نن زموږ لپاره د وياړ ورځ ده چې له دوولسم ټولګي مو شاګردان فارغيږي، خو ډېر د شرم خبره هم ده چې موږ تر اوسه پورې له دوولسم ټولګي فارغ نه درلود.))

يو تن فارغ شوی زده کوونکی سيف الله وايي چې په ډېر ستونزمن حالت کې يې تر دې ځايه ځان رسولی او هيله لري چې لوړې زده کړې وکړي.

سيف الله پژواک ته وويل چې هره ورځ  لېسې ته تر راتګ پورې له يوې خوا شاوخوا اته کيلو متره د پښو مزل کړی او له دې امله ورڅخه ډېری وخت د حاضري او ځينې رسمي ساعتونه تېر شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((تقريبا اته کيلو متره لرې کليو څخه دلته راتلو، يو نيم وخت شايد موټر هم پيدا شوی وي، خو ډېر وخت په پښو راتلو، لاره هم ډېره خرابه ده. موږ ډېر مشکلات لرو. له معارف څخه غواړو چې موږ ته ښوونځي او ودانۍ جوړې کړي.))

يو بل فارغ شوی زده کوونکی بخت جان هلال وايي چې په کليو او لرې سيمو کې لا هم زيات وړتيا لرونکي زده کوونکي شته، خو د کورنيو ستونزو او بېوزلۍ له امله د لېسې دورې له زده کړو محروم پاتې کيږي.

هلال پژواک ته وويل چې د ځدراڼ ولسواليو زده کوونکو ته بايد په مرکز ګردېز کې د ښوونځي د دورې ليليې جوړې او په زياته کچه کې ورته د زده کړې اسانتياوې برابرې شي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ هڅه او مقصد دا دی چې لوړې زده کړې وکړو او انشاالله کوو به يې. هدف مو وطن ته خدمت دی. الحمدلله ډېر خوشاله يم چې نن له دوولسم ټولګي فارغ شوم. وزې ځدراڼ هغه ولسوالۍ وه چې په اړه به يې وېل کېدل چې تر اوسه له دوولسم ټولګي فارغ نه لري؛ خو اوس داسې نه ده.))

د پکتيا ولايت د پوهنې رييس کوچی ځاځی هم مني چې ځدراڼ ولسوالۍ تر ډېره محرومې پاتې شوې او د نورو ولسواليو په څېر ښوونيزې اسانتياوې نه دي ورته برابرې شوې.

ځاځي وويل چې د درې ځدراڼ ولسواليو زده کوونکي لا هم په سختۍ د دوولسم ټولګي زده کړو ته لاسرسی لري او نجونې په ستونزمن حالت کې يوازې تر ابتدائيه دورې زده کړې کولای شي.

ده زياته کړه: ((په ځدراڼ مېشته ولسواليو کې ستونزې شته او تر اوسه ورته چندان توجه نه ده شوې. دلته د نجونو د تعليم په برخه کې يو ابتدايي خوځښت پيل شوی، په شواک او وزې ځدراڼ کې. لومړی هڅه کوو چې تعميرونه ورته جوړ کړو او لومړنۍ اساسي اسانتياوې ورته برابرې کړو، تر څو په متوازن ډول مخکې ولاړ شو.))

وزې ځدراڼ د پکتيا وروستۍ ولسوالۍ وه چې تر دې دمه يې له دوولسم ټولګي فارغ زده کوونکي نه درلودل.

د يادونې ده چې د مرکز ګرېز د ځينو سيمو په ګډون د پکتيا ولايت په اووه ولسواليو کې تر اوسه هېڅ نجلۍ له دوولسم ټولګي نه ده فارغه شوې.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement