کابل (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۹۸): د ستانکزیو قومي مشران وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځینو کړيو د ناقانونه فشارونو له امله د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ځنډولي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
په کابل کې نن د اړوندې موضوع په اړه د ستانکزيو قومي مشرانو غونډه جوړه کړې وه.
د يادو قومي مشرانو په استازيتوب قومي مشر شاه پور ستانکزي وويل چې خلکو په سختو شرایطو کې رایه ورکړه، خو اوس مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځینو کړیو د ناقانونه فشارونو له امله د ټاکنو پایلې نه اعلانوي.
ستانکزي زیاته کړه چې د ټاکنو د پایلو ځنډېدل هېواد له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړى چې نور د زغملو وړ نه دی.
هغه وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې له خپل قانوني صلاحیت څخه کار واخلي او د ټاکنو پایلې دې ژر تر ژره اعلان کړي او ولس دې نور له دې حالت څخه وباسي.
نوموړي له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره دې مرسته وکړي، تر څو له خپل قانوني صلاحیت څخه په ګټه اخیستلو د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.
ستانکزي وویل، که دټاکنو خپلواک کمېسیون پایلې اعلان نه کړي نو د ستانکزیو قومي مشران به له نورو قومونو سره یو ځای سړکونو ته ووځي او د خلکو د حق غوښتنه به وکړي.
همدار راز ستانکزي زیاته کړه چې ولس د ګډ او لنډ مهاله حکومت غوښتونکى نه دى، باید د خلکو په رایو یو خپلواک حکومت رامنځته شي.
په دغه غونډه کې نورو قومي مشرانو د نوموړي له څرګندونو سره موافقه وښوده او د خبرو له کولو يې ډډه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر اورنګزيب رسنيو ته وويل چې سر له سبا به په پاتې اووه ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنه او څېړنه پيل شي او د روانې اوونۍ تر پايه به د ټاکنو پايلې اعلان شي.
د یادونې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې خو تر دوه نیمو میاشتو وروسته لا هم د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن