ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې د يوې تاريخي ابدې رغولو چارې پيل شوې

author avatar
15 Dec 2019 - 12:06
author avatar
15 Dec 2019 - 12:06

خوست ښار (پژواک، ٢٤ لېندۍ ۹۸): د خوست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د شمل حسن کوټ د شاه اسماعيل تاريخي ګنبده په اساسي ډول جوړوي.

دغه تاريخي ګنبده چې د خوست مرکز اړوند د شمل حسن کوټ «ګوډل ښار» په سيمه کې شتون لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري يې د رغونې چارې پيل شوې.

د خوست والي محمد حليم فدايي وايي، د دې تاريخي ګنبدې پر رغونې ۴ميليونه او ۲۰۰زره افغانۍ لګښت راځي چې په شپږو مياشتو کې به يې کارونه بشپړ شي.

هغه چې له دې ساحې يې ليدنه کوله، پژواک اژانس ته وويل، دا لومړى ځل دی چې په دغه ولایت کې د يوې تاريخي ابدې رغولو چارې پيلېږي، بايد د تاريخي ميراث په توګه ثبت شي، څو له راتلونکو نسلونو سره د هویت په پېژندنه کې مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړه، خلک هم بايد په خپلو سیمو کې د تاریخي ځایونو په رغونه او ساتنه کې له دولت سره همکاري وکړي، څو سیلانیان ترې لیدنه او کتنه وکړي او په دې سره د سیمې اقتصادي ارزښت هم زیاتیږي.

په ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پلان او پالیسۍ رييس مقیم افغان هم وايي، د شمل حسن کوټ تاریخي کنبده د تاریخي ارزښتونو او ابدو له ډلې ده او اساسي رغونه یې په فرهنګي برخه کې ستر ګام دی .

افغان هم له پژواک اژانس سره خبرو کې د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه چې د دې تاریخي ګنبدې په ساتنه کې له دولت سره مرسته وکړي.

بل پلو د خوست د اطلاعاتو او کلتور ريیس محمد انور زاهد بيا وايي چې د شاه اسماعیل تاریخي ګنبدې اساسي رغونې ته ډېره اړتيا ليدل کېده.

نوموړي له پژواک اژانس سره خبرو کې ژمنه وکړه چې د دغه ولايت په نورو بېلابېلو سيمو کې به هم د تاريخي ابدو ساتنې او رغونې ته جدي پاملرنه کوي.

که څه هم د يادې ګنبدې د مخینې په اړه دقيق معلومات نشته، خو د سيمې د خلکو په وينا چې دغه ګنبده د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې ده.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.