ترينکوټ (پژواک، ۲٤ ليندۍ ۹۸): د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ د امنيه قوماندان په شخصي لګښت يادې ولسوالۍ کې پر پنځو کليوالي سړکونو د جغل اچونې چارې پيل شوې.
دوهم څارن شاه محمد چې په دواړو سترګو ړوند دى، له تېرو څلور کلونو راهيسې په دهراوود کې د پوليسو د مشره په توګه دنده ترسره کوي.
هغه پژواک ته وويل، د سيمې د خلکو په غوښتنه او د هغوی شته ستونزو ته په کتو يې پرېکړه کړې، ترڅو د پنځو کليوالي سړکونو لارې چې له ښار سره وصل کېږي ورغوي.
د ده په وينا، په ولسوالۍ کې ټولې لويې او وړې لارې خامه او خرابې دي، چې د ژمي پرمهال بيا خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وي.
شاه محمد وايي، د اړوندو ادارو د نه پاملرنې له امله په ولسوالۍ کې خلک ستونزې ګالي.
د نوموړي په وينا، اوس د يادو لارو د جوړېدو مسوولیت يې خپله اخیستی او هره ورځ لسګونه کسان او ماشينري د پيسو په مقابل کې په کار اچوي.
امنیه قوماندان وايي، ډېر ژر به د ولسوالیو د پنځو لویو کلیو، لونډيانې، تور ناصر، قلعه چې، لبلان، او مورچې کلیوالي سړکونه ورغوي.
هغه نيوکه وکړه چې اړوندې ادارې په دې برخه دهراوود له پامه غورځولی.
ځايي اوسېدونکي د امنيه قوماندان له خوا د سړکونو په رغول کېدو خوښي ښيي .
دوی وايي، د ژمي په راتګ سره به ټول سړکونه اوبو نيولي و او هغوی به ښار ته په اسانۍ سره تګ راتګ نه شواى کولی.
د لونډيانې سيمې اوسېدونکي شيرين پژواک ته وويل، له دولت څخه په دې برخه کې ناهيلي شوي؛ نو ځکه له امنيه قوماندان څخه يې ددې چارې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن