ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان دې ونیول شي

غني: د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان دې ونیول شي

author avatar
15 Dec 2019 - 18:57
غني: د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان زمری پیکان دې ونیول شي
author avatar
15 Dec 2019 - 18:57

کابل (پژواک ۲۴ لیندۍ ۹۸): ولسمشر غني په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په کلني کنفرانس کې د خبرو پر مهال له فساد سره پر جدي مبارزه د ټینګار کولو ترڅنګ د عامه نظم د پولیسو قوماندان زمري پیکان د ژر تر ژره نیولو غوښتنه وکړه.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال یاد کنفرانس ته وویل، د هېواد اړوند بنسټونه اوس هم د اړوندو قضیو په تعقیب کې لازم سرعت نه لري، دغه راز د امریکا سفیر هم یادې ناستې ته د خبرو پر مهال په ټینګار وویل چې اداري فساد د افغانستان د پرمختګ او ودې پر وړاندې ستر خنډ دی او له یاد هېواد سره د بهرنیو مرستو د کمښت لامل کېږي.

په یاد کنفرانس کې چې نن په کابل کې جوړ شوی و، د ځینو هېوادونو پر سفیرانو سربېره لوړپوړو قاضیانو، د لویې څارنوالۍ، د ملي شورا رییسانو او نورو چارواکو ګډون کړی و.

د پیکان نیول

ولسمشر غني یاد کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، د پیکان د نه نیولو له امله د افغانستان شهرت تر پوښتنې لاندې راځي، ځکه د ده په خبره پیکان یو سراسري ارګان چې عامه نظم و، د فساد په سرچینه بدل کړ.

ده يزاته کړه، د پیکان د نیولو امر باید عملي شي، ځکه نور دا زغم نه لري چې عدلي او قضايي مرکز امر وکړي او ترسره نه شي.

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۶ کال په لیندۍ میاشت کې ویلي و چې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې زمری پیکان په اته کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم کړی دی.

له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویلي و چې پیکان یې د دندې له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې او د یو کس د وژلو لپاره د زمینې برابرولو په جرم په جزا محکوم کړی دی.

د دغه بنسټ په خبره، مختار پیکان (د زمري پیکان زوی) له دولتي وسلې او وسایلو څخه په استفاده یو کس تښتولی و او پلار یې هم د دغه کس په وژلو کې همکاري کړې ده.

کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه چې ولې یې پیکان نه دی نیولی، څه نه دي ویلي.

د قانون په عملي کولو کې د پولیسو رول کمرنګ دی

ولسمشر غني په نننۍ ناسته کې وویل، له ترهګرۍ سره پر مبارزه د پولیسو تمرکز د دې لامل شوی چې دوی د قانون په عملي کولو کې د پام وړ رول ونه لري.

نوموړي په دې پر ټینګار سربېره چې پولیس باید د کشف او قانون د عملی کولو پر کړۍ بدل شي او له جرمي شبکې سره مبارزه یې لومړیتوب وباله، زیاته یې کړه، د نشه يي توکو له شبکې سره باید جدي مبارزه وشي ځکه پر نشه يي توکو د روږدو کسان شمېر زیات شوی او ۳.۵ میلیون کسانو ته رسېدلی دی.

لاسته راوړنې

دغه راز غني وویل، له فساد سره مبارزه په تېرو پنځو کلونو کې د دولت له مهمو لومړيتوبونو څخه وه او په دې مبارزه کې د خلکو بشپړ ملاتړ او اجماع موجود ده او له فساد سره د مبارزې د ستراتیژي  اساسي ارکان د خلکو د نظرونو په اساس جوړ شوي دي.

خو هغه زیاته کړه، حکومت په تېرو دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره وکولای شول له اوږدو بحثونو وروسته له اداري فساد سره د مبارزې هر اړخیزه ملي ستراتيژي تصویب او په دې مبارزه کې د حکومت د تیتو اقداماتو مخه ونیسي.

هغه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ځینو بنسټونو جوړېدو ته په اشاره وویل، د یادې ستراتيژۍ د ژمنه شوو شاخصونو ۸۲ بشپړ عملي شوي دي.

د ده په خبره، له درنو اداري جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز توانېدلی چې له زرو ډېرو قضیو ته یې رسېدنه کړې، ۲۰۰ کسان یې پر جزا محکوم کړي چې شاوخوا ۷۰ یې لوړپوړي دولتي چارواکي دي.

هغه زیاته کړه: ((د اداري فساد جرمونو ته د رسېدو له سیمې نږدې دوه میلیارد افغانۍ او ۱۵۰ میلیون امریکايي ډالر د یادو کسانو د فساد له سرمایې راګرځول شوي دي چې ډېر ژر به یې د ۷۰ لوړ پوړو دولتي چارواکو د فساد د قضیو قضایي بهیر چې اوس پرې کار روان دی، وروستى او د دوی پر وړاندې به عدالت ترسره شي.))

ولسمشر وویل، ۱۲۴ څارنوالانو د عدالت د تامین لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.

نوموړي ځينې نور موارد هم له فساد سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې وبللې او ویې ویل، حکومت له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړو د ټاکلو لپاره د داخلي او نړیوالو قوانیو مطابق د ګډون لار برابره کړې او هغه ته ژمن دی خو د ۹ میاشتو په تېرېدو اوس هم د یاد کمېسیون د کمېشرانو په ګومارنه ونه توانېده.

هغه د مدني ټولنو له بنسټونو وغوښتل چې ژر تر ژره د نوماندانو لېست وروستۍ او د ټاکلو په برخه کې یې فعال رول ولوبوي، ځکه په یاده چاره کې ډېر ځنډ د نوموړي لپاره زغم وړ نه دی.

د قضیو په تعقیب کې لازمه چټکتیا نشته

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په نننۍ ناسته کې دې ته په هیله مندۍ چې یاده ناسته به له اداري فساد سره د مبارزې یوه لار خلاصه کړي، وویل، دغې شومې پدیدې د دولتدارۍ او حکومتدارۍ بېلا بېلو برخو ته درنه ضربه رسولې ده.

د ولسمشر دویم مرستیال د فساد سره د مبارزې په اړه وویل: ((له زماني اړخه د عمل ډېرې چټکتیا ته اړتیا لرو، په عدلي او قضايي بنسټونو او قانون په تنفیذ کې د روانو هڅو سربېره هم د اړوند قضیو په تعقیب کې لازم سرعت نه لرو.))

فساد د افغانستان د بریاليتوب خنډ

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس نننۍ ناستې ته وویل، اداري فساد د افغانستان د پرمختګ او ودې پر وړاندې لوی خنډ دی.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د اداري فساد موجودیت د نړیوالې ټولنې د مرستو پر وړاندې خنډ جوړېږي.

هغه وویل: ((تر څو چې د دغه هېواد ټول وګړي له اداري فساد سره مبارزه خپل مسوولیت ونه ګڼي، دغه پدیده له منځه نه ځي.))

جان بس افغانانو ته وویل: ((تاسو چوپ مه پاتې کېږئ، ستاسو دغه حالت به د دې لامل شي چې موږ خپلې مرستې کمې کړو او زموږ توجه به داسې ټولنې ته شي چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي کار ته ژمنه وي.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.