کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې په جوزجان، پنجشېر او سرپل ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش پروسه بشپړه شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په ۱۸مه د رایې ورکولو د ۸۲۵۵ محلونو د رايو بیاشمېرنې پروسه پیل کړه، خو دا شمېرنه د یو شمېر ټاکنیزو ډلو په ځانکړي ډول ثبات او همپالنې ټېم له اعتراضونو سره مخ شوه چې له امله يې په اوو ولايتونو کې د رايو بياشمېرنه ترسره نه شوه.
خو دوه ورځې وړاندې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې په دغو اوو ولايتونو کې د رايو بياشمېرنې او څېړنې ته اجازه ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم پرون په رسمي ډول په اوو ولایتونو جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر کې د رايو د بيا شمېرنې او تفتيش پروسه پيل کړه.
د دغه کمېسيون د دارالانشاء رييس حبيب الرحمن ننګ نن په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تر اوسه په جوزجان، پنجشېر او سرپل ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې بهير بشپړ شوى دى.
د يادونې ده، د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوي خو تر اوسه یې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن