ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  هلمند کې ښوونکو کاري اعتصاب کړى

په هلمند کې ښوونکو کاري اعتصاب کړى

author avatar
16 Dec 2019 - 16:44
په  هلمند کې ښوونکو کاري اعتصاب کړى
author avatar
16 Dec 2019 - 16:44

لښکرګاه (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٨): د هلمند د ښوونځيو ښوونکو له تېرو درېيو ورځو راهيسې د استوګنې نومرو د نه ورکولو او د مياشتني تنخوا د نه لوړېدو په غبرګون کې کاري اعتصاب کړى دى.

په دې اړه د مرکز لښکرګاه د مرکزي لېسې ښوونکي شاه ولي زيارمل د ليندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومتي چارواکو له لوري له څو کلونو راهيسې ښوونکو سره د استوګنې نومرو د ورکولو ژمنې کيږي خو تر اوسه نه دي عمل شوي.

هغه وايي:((خپله ولسمشر ويلي چې موږ ته ځمکې راکوي او هم مو معاشونه لوړوي خو دا يو کار هم ونه شو، نو ځکه موږ د نه کار کولو اعتصاب کړى دى.))

دغه راز بل ښوونکي نعمت الله الفت پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د ښوونکو اتحاديې د کاري اعتصاب پرېکړه کړې ده.

ده وويل: ((هم بايد نومرې راکړل شي هم مو معاشونه لوړ شي او هم د ماسټرۍ ترڅنګ د نورو پرمختګونو زمينه بايد راته برابره شي.))

همدارنګه د هلمند د ښوونکو د اتحاديې مرستيال عبدالتواب پژواک ته وويل چې دغه کاري اعتصاب به تر هغه دوام وکړي، ترڅو د ښوونکو غوښتنې نه وي منل شوې.

په ورته وخت کې د لښکرګاه ښار د هلکانو لېسې زده کوونکي شبير احمد پژواک ته وويل: ((حکومت دې ژر تر ژره د ښوونکو حقوق ورکړي که نه موږ له درس نه پاتې کيږو.))

په دې اړه د هلمند د پوهنې رييس محمد داوود شاه صفاري پژواک ته وويل چې ډېر ژر به د ښوونکو لپاره د استوګنې نومرو د وېش لړۍ پيل شي.

هغه وايي: ((موږ چې کومه ځمکه ورته پخوا غوره کړې وه هغه سيمه نا امنه وه نو اوس امن شوې ده، همدا چې مرکز موږ ته امر وکړي توزيع به يې شروع کړو.))

صفاري له ښوونکو غوښتنه وکړه چې کاري اعتصاب پاى ته ورسوي، ترڅو زده کوونکي له زده کړو څخه پاتې نه شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.