پلخمري (پژواک، ٢٥ لیندۍ ٩٨): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او موټر چلوونکى ټپي شوى دى.
د بغلان د ترافيکو مدير سمونيار محمد نبي نبي زاده د ليندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د پلخمري ښار په بوغاوي سيمه کې کرولا له ٣٠٤ ډوله موټر سره ټکر کړى دى.
هغه وايي چې په دغه پېښه کې په کرولا کې د يوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او موټر چلوونکى يې ټپي شوى دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په مړه شوو کې يو ماشوم او مور او پلار يې شامل دي.
د نبي زاده په وينا، د لومړنيو څېړنو له مخې پېښه د کرولا موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
په دې اړه د پلخمري د ملکي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد انور وردګ پژواک ته وويل چې د پېښې له ځایه روغتون ته د یوې مېرمنې او ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ د درېيو غړو جسدونه انتقال شوي دي.
ډاکټر وردګ زیاتوي، ټپي چې ویل کېږي د کرولا موټر چلونکی دی، روغتیایي حالت یې مخ په ښه کېدو دی.
د يادونې ده چې ډېرمهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کيږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن