ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر قیصاري باندې عملیاتو کې د هغه ۱۲ کسان وژل شوي، ۳۰ نور نیول شوي

پر قیصاري باندې عملیاتو کې د هغه ۱۲ کسان وژل شوي، ۳۰ نور نیول شوي

author avatar
16 Dec 2019 - 09:23
پر قیصاري باندې عملیاتو کې د هغه ۱۲ کسان وژل شوي، ۳۰ نور نیول شوي
author avatar
16 Dec 2019 - 09:23

کابل- مزارشريف (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٨): د بلخ امنيه قومانداني وايي چې د نظام الدين قيصاري پر کور عمليات پاى ته رسېدلي، خو د هغه برخليک لا نه دى معلوم.

د بلخ امنيه قوماندان اجمل فايز د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قيصاري پر کور ترسره شوو عملياتو کې د هغه د يوه قوماندان په ګډون ١٢ وسله وال کسان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د نېک محمد په نوم د هغه يو قوماندان هم شامل دى.

امنيه قوماندان وايي چې دغه راز په دغو عملياتو کې د قيصاري ٣٠ وسله وال له وسلو او مهماتو سره نيول شوي چې يو کس يې ټپي دى.

د نوموړي په وينا، په عملياتو کې دوه پوليس هم ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

فايز وايي چې په خپله د قيصاري په اړه لا دقيق معلومات نشته او ډېر امکان شته چې له سيمې پر وتلو بريالى شوى وي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې پژواک ته وويل چې قيصاري لا په سيمه کې د خپلو پلويانو له لوري يې د تېښتې اوازه ګډه کړې ده.

د غير مسوولو وسله والو قوماندان نظام الدين قيصاري په دې وروستيو کې په بلخ ولايت کې خلکو ته ستونزې جوړې کړې وې او د شبرغان لويه لاره يې هم د څو ورځو لپاره تړلې وه.

امنيتي ځواکونو وړمه ورځ د هغه د نيولو په موخه عمليات پيل کړي وو او له کابله د پوليسو د ٢٢٢ ځانګړې قطعې ځواکونه هم په دغو عملياتو کې د ګډون لپاره مزارشريف ته رسېدلي وو.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.