مهترلام (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۸): د لغمان قرغيو ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو عمليات کړي چې ځايي خلک وايي، يو ۱۵ کلن هلک په کې وژل شوی او مور يې ټپي شوې ده.
د لغمان ځايي چارواکي هم د دغو عملياتو ترسره کېدل مني؛ خو وايي، څېړنې کوي چې عمليات کومو ځواکونو او په کومه موخه ترسره کړي دي.
د يادې پېښې په تړاو د قرغيو ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو لاريون کړى و.
لاریون کوونکو ویل، ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ په فرمانخېلو کلي کې د ملکي وګړو پر کور عملیات ترسره کړي، چې پر مهال يې یو ۱۵ کلن ځوان وژل شوى، مور يې ټپي ده او کور یې په بمونو الوځول شوی دی.
د لغمان د ولايتي شورا غړي ګلزار سنګروال هم پژواک سره خبرو کې دغه پېښه تاييد کړه او ټينګار يې وکړ چې ولسمشر که څه هم د دا ډول خپل سرو شپنيو عملياتو په ترسره کېدو بنديز لګولی، خو بيا هم ياد ځواکونه ورته عمليات ترسره کوي.
د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزي هم پژواک اژانس ته وويل، عمليات ترسره شوي خو دا چې کومو ځانګړو ځواکونو او د کوم هدف لپاره کړي، په اړه يې څېړنې روانې دي.
خو بل لور ته بیا د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع الله وایي، چې تېره شپه یې د ۹۱۹ په نامه ځانګړې قطعې د دغه ولایت په فرمانخېلو سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د دولت یو وسله وال مخالف وژلی او دوه تنه نور یې له ځانه ژوندي بیولي دي.
ډېر کله د لغمان ولایت په لرې پرتو نا امنو سیمو کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کیدو ادعا کیږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن