ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي مسوولين: په کندوز  او کندهار کې ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي

امنيتي مسوولين: په کندوز او کندهار کې ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
17 Dec 2019 - 11:18
امنيتي مسوولين: په کندوز  او کندهار کې ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
17 Dec 2019 - 11:18

کندوز-کندهار (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال د کندوز په چهار درې او د کندهار په شاوليکوټ ولسواليو کې ٢٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند هادي جمال د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو لسم کنډک د چهار درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ١١ طالبان وژل شوي دي.

هغه وايي چې د همدې عملياتو په ترڅ کې د طالبانو ١٢ ميله وسلې، ١٧ د راکټ مرمۍ، شپږ صندوقه د دهشکۍ مرمۍ، څلور صندوقه د پيکا مرمۍ او يو شمېر نورې وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي او د طالبانو درې پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز جمال وويل چې د ملي اردو هوايي ځواکونو هم تېره شپه د چهار درې ولسوالۍ په يتيم کلي کې پر طالبانو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او دوه مرکزونه يې له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د چهادرې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جليل پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه په عيسى خېل کلي کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر مرکزونه يې هم له منځه وړل شوي دي.

خو بل لورته وسله وال طالبان بيا يادې څرګندونې ردوي.

د دې ډلې ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه د کندوز په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((د جګړې لپاره راغلي وو په يوه کور کې يې دوه ملکي کسان شهيدان کړي دي، بيا هلته طالبان ورغلي دوى بېرته تښتېدلي او تلفات هم ورته اوښتي دي.))

مجاهد زياتوي چې تېره شپه په چهار درې ولسوالۍ کې طالبانو ته د هر ډول مرګ ژوبلې د اړولو ادعا په کلکه ردوي.

د يادونې ده چې چهاردره د کندوز ولايت له نا امنو ولسواليو څخه ده چې ډېرې سيمې يې دا مهال د طالبانو په کنټرول کې دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، عملیات د دغې ولسوالۍ په سپین کیچه سیمه کې شوي دي.

هغه زیاته کړه، په عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.

دی وايي، د عملیاتو پر مهال د وسله والو یو شمېر وسلې، مهمات، موټر او موټرسایکلونه هم نیول شوي او له منځه وړل شوي دي.

ده وویل، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.