ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د سوداګرۍ خونې لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د لغمان د سوداګرۍ خونې لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

author avatar
17 Dec 2019 - 16:31
د لغمان د سوداګرۍ خونې لپاره نوې ودانۍ جوړېږي
author avatar
17 Dec 2019 - 16:31

مهترلام (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۸): د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې لپاره د سل زره ډالرو په لګښت د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.

د لغمان ولايت د رسنيو له دفتر څخه د لېندۍ په ۲۶مه پژواک اژانس ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره نن د ځايي چارواکو له خوا کېښودل شوه.

خبرپاڼه کې د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې مسوول قدرت الله رحیم له قوله راغلي چې دا ودانۍ په ۱۶ بسوې ځمکه کې دوو فیزونو کې په درېيو پوړونو کې جوړېږي چې ټولټال پرې سل زره ډالر لښګت راځي.

په ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وويل چې دوی د لغمان هر اړخیز اهمیت ته په کتو لا زمه وګڼله چې لومړی د ټول هېواد په کچه په دې ولایت کې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې لپاره ودانۍ جوړه کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال دغه راز د خصوصي سکتور په استازولۍ ولایتي ادارې څخه د ځانکړې مننې سربېره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د یادې ودانۍ چارې بشپړې کړي.

بل لورته د لغمان والي محمد اصف ننګ ډاډ ورکړ چې دغه ولايت کې د خصوصي سکټور د پرمختګ لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ولایتي شورا رييس عتیق الله عبدالرحیمزي وويل، د پانګه والو لپاره د ملاتړ د دا ډول خونې جوړېدل ځکه ګټور ګڼي چې په خبره يې پانګوال پانګې اچونې ته زړه ښه کوي او د ولايت اقتصاد ورسره پياوړی کېږي.

د لغمان يوه سوداګر ميرويس نيازي په پانګوالو غږ وکړ، چې د ولایتي ادارې او نورو مسوولینو له لوري په لغمان کې سوداګرو لپاره د پانګه اچونې ټول سهولیتونه برابر شوي، ترڅو دوی پانګه اچونه وکړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.