ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د خبریالانو وژل ۴۴ سلنه کم شوي

په نړۍ کې د خبریالانو وژل ۴۴ سلنه کم شوي

author avatar
17 Dec 2019 - 15:53
په نړۍ کې د خبریالانو وژل ۴۴ سلنه کم شوي
author avatar
17 Dec 2019 - 15:53

 کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۸): بې پولې خبریالان د نړۍ په کچه د ۴۹ خبریالانو د وژلو خبر ورکوي او وايي چې په هغو هېوادونو کې چې جګړه روانه ده د خبریالانو د وژنې پېښې کمې شوې خو په هغو هېوادونو کې د تېر په څېر دي چې جګړه په کې نه شته.

بې پولې خبریالانو (RSF) نن د لیندۍ په ۲۶ مه د اطلاع رسولو د ازادۍ پر وړاندې د تاوتریخوالي کلنۍ شمېرې خپرې کړې.

د یاد راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې ټول ۴۹ خبریالان وژل شوي او ۳۸۹ بندیان او ۵۷ نور برمته نیول شوي دي.

سرچینې د دې په روښانولو چې خبریالي یو خطرناک مسلک دی وویل، له ۲۰۰۳ کال راهیسې دا د خبریالایانو د وژلو تر ټولو کم شمېر دی.

بې پولې خبریالانو لیکلي: ((په نړۍ کې د ۴۹ خبریالانو وژل کېدل د خبریالانو د وژلو په کچه کې د پام وړ ۴۴ سلنه کمښت شاهدان یو. د وژل شوو خبریالانو دغه کم شمېر په تېرو دوو لسیزو کې  چې په منځني ډول هر کال ۸۰ خبریالان په کې وژل شوي له هر څه ډېره په جنګي سیمه کې د وژل شوو خبریالانو د شمېر د کمښت پایله ده.))

 خبریالانو زیاته کړې چې په ۲۰۱۹ کال کې د یمن، سوریې او افغانستان په جګړو کې ټول ۱۷ خبریالان وژل شوي او دغه شمېر په یادو درېیو هېوادونو کې د ۲۰۱۸ کال په جریان کې د وژل شوو ۳۴ خبریالانو نیمايي ته راټيټ شوی دی.

 په راپور کې د هېوادونو د توپیر شمېرې نه دي په ډاګه شوې، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور ورکړی چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له ۱۰۹ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې ۱۵ یې ښځې دي.

 

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» ویلي چې د ۲۰۱۹ کال له پیله تر اوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت کړې چې په یادو پېښو کې اتو خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه کسان یې د کار پر مهال وژل شوي دي.

بې پولې خبریالانو سږ کال د نړۍ په کچه د وژل شوو خبریالانو په شمېر کې د بې ساري کمښت په اړه لیکلي، دغه کمښت باید دا واقعیت پټ نه کړي چې په هغو هېوادونو کې چې سوله تامین ده د خبریالانو وژل د تېر په څېر ډېر شوي دي.

 په راپور کې د نمونې په ډول یادونه شوې چې په مکزیک کې د ۲۰۱۹ کال په جریان کې د تېر کال په څېر لس خبریالان وژل شوي او په ټوله کې ۱۴ خبریالان وژل شوي، که څه هم په منځنۍ اسیا کې جګړه روانه ده خو لاتین امریکا د خبریالانو لپاره وژونکې ده.

 په راپور کې راغلي چې ډېری خبریالان (۵۹٪) په هغو هېوادونو کې وژل شوي چې جګړه په کې نشته.

د خپل سرو نیونو ډېروالی

بې پولې خبريالانو د اندېښنې په څرګندولو سره لیکلي چې د خبریالانو خپل سري نیول ډېر شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، همدا اوس ۳۸۹ خبریالان د اطلاع رسونې په تړاو په بند کې دي چې یاد موارد د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه ډېر شوي دي.

 د یادو خبریالانو کابو نیمايي شمېر په چین، مصر او سعودي عربستان کې بندي دي او د اویغور د اقلیت د ځپلو لپاره د ټولې نړۍ یو پر درې برخه خبریالان په چین کې په خپل سري ډول نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې په ایران کې د اطلاع رسونې د ازادۍ ځپل د تېر په څېر دوام لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.