ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ته راستانه شوي ٨زره کډوال د سرپناه غوښتنه کوي

کندهار ته راستانه شوي ٨زره کډوال د سرپناه غوښتنه کوي

author avatar
18 Dec 2019 - 11:56
کندهار ته راستانه شوي ٨زره کډوال د سرپناه غوښتنه کوي
author avatar
18 Dec 2019 - 11:56

کندهار (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۸): په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې ۸زره کورنۍ له کلونو کډوالۍ وروسته کندهار ته راستنې شوې خو دولت یې تر اوسه د سرپناه غم نه دی خوړلی.

ډېری دغه کډوال چې ټول شمېر یې ۳۸زره ۷۲۲ تنه کېږي، له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه راغلي دي.

دغه کډوال چې ډېره برخه یې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې مېشت شوي، د سرپناه له نشتوالي او بې روزګارۍ کړېږي او وايي، يوازې د کډوالو نړيوال سازمان (UNHCR) ورسره مالي مرسته کړې او دولت هېڅ راز مرسته نه ده ورسره کړې.

ډاکتر محمد نبي د دغو کډوالو له ډلې یو دی چې وايي، یو کال مخکې د پاکستان له کوېټې بېرته خپلې مېنې ته را ستون شوی او دلته په کرايي کور کې اوسېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له ٢٥ کاله کډوالۍ وروسته خپل وطن ته راغلي یوو، خو دلته په راتلو یوازې د کډوالو نړیوال سازمان نقدي مرسته کړې ده خو دولت هیڅ مرسته نه ده ورسره کړې.))

د ده په خبره، هيله يې دا وه چې وطن ته په راتلو به حکومت د استوګنې لپاره يوه نومره ځمکه ورکوي، خو دا کار نه دی شوی.

د ده په خبره، څو ځلې يې په کندهار ښار کې د کډوالو رياست ته مراجعه کړې، هغوى یې يوازې نوم ثبت کړی او د ځمکې د ورکړې نامعلومه ژمنه يې ورکړې ده.

دغه کډوال له حکومته غوښتنه کوي چې د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه او روزګار غم وخوري.

محب الله هم هغه کډوال دی چې د خپلې کورنۍ له لسو غړو سره د پاکستان د بلوچستان ايالت له کويټې ښار څخه کندهار ته راستون شوى او دا مهال د ښار اړوند د نهمې ناحيې په يوه کرايي کور کې اوسېږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ده تمه هم دا وه چې هېواد ته په راتلو به ورسره حکومت د استوګنې د ځمکې مرسته کوي او دوی ته به د ژوند شرایط برابروي خو دولت تر اوسه هغو کډوالو ته لا ځمکې نه دي ورکړي چې د تېرو ۱۸ کلونه مخکې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دى زياتوي، په پاکستان کې مېشت ډېرى کډوال له خپل تريخ ژونده ځورېږي او غواړي خپل هېواد ته راستانه شي، خو د سرپناه او روزګار نشتوالى يې پر وړاندې لوى خنډونه دي.

د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب وايي، له ۲۰۱۵ زېږدیز کال راهیسې تر دې مهاله له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه یوازې کندهار ته ۸۴۷۸ کډوالې کورنۍ را ستانه شوي چې ټول ۳۸ زره ۷۲۲ تنه کېږي.

هغه زیاته کړه، سږ کال یې د دغو کډوالو له منځه ۵۱۸ زیانمنونکې کورنۍ په نښه کړي چې له بې کارۍ، بې سرپناهۍ او ګڼو نورو ستونزو کړېږي.

دی وايي، دوی هڅه کوي له دې او نورو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو تر څنګ بنسټیزې مرستې وکړي څو بیرته راستنېدونکي د ژوند له اسانتیاوو برخمن شي.

د ناياب په خبره، له پاکستان څخه هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ کډوالې کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنېږي.

دی وايي، له دې ډلې هغه کډوالې کورنۍ چې قانوني اسناد لري، د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې/UNHCR له خوا ورسره مرسته کېږي خو هغوی چې قانوني اسناد نه لري د کډوالۍ د نړیوال سازمان/IOM له خوا ورسره د خوراکي توکو مرسته کېږي.

خو ناياب یادونه وکړه چې د کډوالو چارو ریاست مسوولیت لري چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه غم وخوري، خو په کندهار کې تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د راستنېدونکو کډوالو د ښارګوټو لپاره د کندهار په دوو ولسوالیو پنجوايي او دامان کې ځمکې بېلې شوي چې دوی یې تر ډېره د نقشې او اړوندې نورې چارې بشپړې کړي خو د ځمکو د وېش چارې یې نه دي پیل کړي.

نوموړي وویل، د ځمکو د نمرو د وېش چارې د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان ته ځنډېدلي چې تر اوسه نه دی ورکړای شوی.

د ده په خبره، پخوا کډوالو ته ځمکې د ولسمشر د ۱۰۴ ګڼه فرمان له مخې وېشل کېدې، خو اوس د ۳۰۵ ګڼه فرمان پر بنسټ وېشل کېږي خو دغه فرمان تعدیل ته اړتیا لري.

دی وايي، په دې فرمان کې راغلي چې د ځمکو د وېش په کمېټه کې دې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې هم شاملې وي خو ستونزه دا ده چې په ځینو ولایتونو کې دغه ادارې نشته چې له امله یې د دغه فرمان پلي کېدل ځنډېدلي دي.

د هغه په وينا، د کندهار د کډوالو چارو ریاست چمتو دی چې په پنجوايي ولسوالۍ کې پر کډوالو ۱۰۷۶ د استوګنې نمرې ووېشي.

دغه راز ده یادونه وکړه، دا چې یوازې همدا یو ښارګوټی د ټولو کډوالو لپاره بسنه نه کوي، په دامان ولسوالۍ کې هم د کډوالو د بل ښارګوټي لپاره ۶ زره جریبه ځمکه بېله شوې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د حکم تر لاسه کولو وروسته به پر مستحقو کډوالو ووېشل شي.

ده خبر ورکړ چې کله هم د نمرو وېش پیل شي نو یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو ژمنه کړې چې د شلټر په نوم پروګرام به پیلوي او له کډوالو سره به د کورونو په جوړولو کې مرسته کوي.

له دې ور ها خوا کندهار د ۱۸۵ زره داخلي بې ځایه شوو کډوالو کوربه هم دی.

په دې اړه نایاب وویل، په تېرو څو کلونو کې د دې ولایت له یو شمېر ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه د جګړې او په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله شاوخوا ۱۸۵ زره کډوالو کورنیو کندهار ښار ته پناه راوړې ده.

دی وايي، اړوند ریاست د مرستندویه ادارو په همکاري توانېدلي چې وخت په وخت له دغسې کډوالو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ نقدي مرستې وکړي.

خو دغه مرستې د دغو خلکو په ژوند کې بدلون نه شي راوستلی، ځکه هغوی هم د بې روزګارۍ او سرپناه له ستونزې کړېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.