پل علم (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٨): د لوګر چارواکي وايي چې د لويې څارنوالۍ پلاوى د دغه ولايت په ښوونځيو کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې قضيه څېړي.
شاوخوا يوه مياشت مخکې ګارډين ورځپاڼې او طلوع نيوز ټلوېزيون د لوګر د مدنې ټولنو د رييس له قوله داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې په دغه ولايت د شپږو ښوونځيو پر ٥٥٠ زده کوونکو باندې د ښوونکو، سرښوونکو او نورو مسوولينو له لوري جنسي تېري شوي دي.
دغې موضوع د لوګر ولايت د چارواکو او خلکو غوسه را وپاروله، لاريونونه يې وکړل چې بيا یې له امله د دغه ولايت د مدني ټولنو مشر موسى محمودي د ملي امنيت له لوري ونيول شو او له څېړنو وروسته يې موضوع څارنوالۍ ته محول کړه.
خو د لوګر د والي وياند ديدار لونګ نن پژواک ته وويل چې د لويې څارنوالۍ د مرستيال نور حبيب په مشرۍ يو پلاوى دغه ولايت ته ورغلى څو ياده موضوع له نږدې وڅېړي.
هغه وايي: ((د څارنوالۍ پلاوي ويلي چې دغه موضوع جدي څېړي او خپله څېړنه وروسته له ولس او دولتي چارواکو سره شريکوي.))
دغه راز د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې د څارنوالۍ پلاوى بايد دغه موضوع په هر اړخيزه توګه وڅېړي.
ده وويل: ((د مدني تولنو د مشر په درواغجنو خبرو د لوګر اوسېدونکو، زده کوونکي او د پوهنې بهير ته سپکاوى وشو نو دغه موضوع بايد جدي وڅېړل شي.))
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر مدني ټولنو مشر موسى محمودي پژواک ته ويلي وو چې ګارډين ورځپاڼې او طلوع نيوز د ده له خبرو غلط برداشت کړى او موضوع يې سمه نه ده خپره کړې.
د يادونې ده، له دې وړاندې ياده موضوع د پوهنې وزارت، ولسي جرګې او ځينو نورو خپلواکو بنسټونو د پلاوو له لوري څېړل شوې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن