کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۸): ولسي جرګې د سیمه ییزو شوراګانو چارو د تنظیم قانون طرحې په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ.
د ولسي جرګې د کورني امنیت رییس فدامحمد الفت چې د دې جرګې په نننۍ ناسته کې یې خبرې کولې، وویل چې د سیمه ییزو شوراګانو چارو د تنظیم قانون طرحه د ولسمشر د ۳۵۰ شمېرې تقنیني فرمان له مخې نافذ او د تصویب په موخه یادې جرګې ته استول شوی دی.
نوموړي د دغه قانون د تصویب موخه د دولت د پراختیایي موخو تامین او د اقتصاي، ټولنیزو او کلتوري چارو غوره والی، په سیمه ییزو اداري واحدونو کې د دولت د پراختیایي پرګرامونو د تطبیق او طرحې په برخه کې د خلکو د سهم او د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو ټینګښت یاد کړل.
هغه وویل چې دغه قانون د افغانستان د اساسي قانون د ۱۳۸، ۱۳۹ او ۱۴۰ موادو له حکمونو په استفاده په شپږو څپرکو او ۶۴ مادو کې نتظیم شوی دی.
الفت زیاته کړه چې د قانون پر دې طرحه د ولسي جرګې په دایمي کمېسیونونو کې خبرې وشوې او په هغه کې هېڅ اختلافي ماده وجود نه لري.
په پای کې د ولسې جرګې رییس میر رحمان رحماني یاد فرمان رایه اچونې ته وړاندې کړ چې په جرګه کې له ۱۴۴ حاضرو غړو، ۱۴۲ یې د تایید او پاتې نورو د رد کارتونه پورته کړل.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن