ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال بودجې قطعیه رد کړه

ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال بودجې قطعیه رد کړه

author avatar
18 Dec 2019 - 18:23
ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال بودجې قطعیه رد کړه
author avatar
18 Dec 2019 - 18:23

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۸): ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال په قطعیه حساب کې د درغلیو په تړاو د مالي او بودیجې د کمېسیون د وړاندیزونو پر تطبیق د ټینګار ترڅنګ دغه قطعیه رد اعلان کړه.

د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې د ۱۳۹۷ کال د بودجې په قطعیه حساب کې ځينې پروژې تعدیل شوې، میلیاردونه افغانۍ چې د کومو موخو لپاره یې د مصرف وړاندوینه شوې نه دي مصرف شوې او ځينو ادارو په اوپراتیفي برخه کې له ټاکلې اندازې ډېر مالي موارد ترلاسه کړي دي.

د قطعیه حساب په اړه د ولسي جرګې په څو ناستو کې بحث شوی او د روانې اونۍ پر دوشنبې د جرګې غړو د قطعیې په اړه د مالي او بودیجې د کمېسیون د وړاندیزونو اته موارد تایید کړل چې مهم مورد یې عدلي او قضايي ارګانونو ته د مالیې وزارت د مسوولینو معرفي کول و.

یاد کمېسیون له یوه کود څخه بل کود ته د پیسو د لېږد د اجازې نه موجودیت، د یوې پروژې د پیسو مصرف په بله پروژه کې، د ځينو بنسټونو لخوا د پیسو ډېر مصرف او په دغه مورد کې د ځواب نه ورکول سرغړونې بللې او وړاندیز یې کړی و چې د هغو بنسټونو مسوولین چې له ۸۰ سلنه کمه بودیجه یې مصرف کړې څارنوالۍ ته معرفي شي.

د جرګې لخوا د یاد کمېسیون د وړاندیز له تصویب وروسته د جرګې رییس درې ځله قطعیه حساب رایو ته وړاندې کړی خو د ګډوډیو او تایید او رد رایو د نه شمېرلو له امله داسې پرېکړه وشوه چې چهارشنبې ورځ (د لیندۍ ۲۷ مه) د قطعیه حساب د رد او تایید لپاره دې د رایو صندوق ته کېښودل شي.

خو نن رایو ته د صندوق له اېښودو سره مخالفت وشو.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي واقف حکیمي د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د دوشبنې په ورځ پر درې ځله رایو ورکولو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د تېرې ورځې رایې ورکول د قانون او اصولو خلاف وو، کله چې قطعیه حساب د جرګې د غړو د قناعت وړ ونه ګرځېده جرګې د مالي او بودیجې د کمېسیون په اساس خپل نه قناعت څرګند کړ او اړتیا نشته چې نن د قطعیه حساب په تړاو رایې ورکړل شي.))

په دې جرګه کې د هرات د خلکو استازي نذیر احمد حنفي وویل، قطعیه رد ده او باید په اړه یې بحث پای ته رسېدلی اعلان شي.

د جرګې ځینو نورو غړو هم ورته نظر درلود او ویې ویل، قطعیه حساب باید رایو ته وړاندې نه شي.

خو په یاده جرګه کې د جوزجان  خلکو استازي بکتاش ایشچي وویل: ((که قطعیه رد شي افغان حکومت به راتلونکي کال کې له بودیجوي ستونزو سره مخ شي، دا چې تاسو ته معلومه ده چې د افغانستان د بودجې ۵۰ سلنه د دغه هېواد د نړیوالو همکارانو لخوا تمویلېږيږ))

هغه د جرګې له غړو وغوښتل چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو د دوام لپاره دې قطعیه نه ردوي.

خو د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د پارلمان د داخلي دندو د اصولو او رواج له مخې اړتیا نشته چې د قطعیې د رد یا تایید لپاره  د رایو صندوق کېښودل شي، ځکه دده په خبره د جرګې غړو د مالي او بودیجې د کمېسیون د وړاندیزونو په تصویب خپل نه قناعت څرګند کړ.

رحماني وویل، جرګه هغه مصوبه تطبیقوي چې تېره دوشنبه د او بودیجې مالي کمېسیون د وړاندیزونو د تصویب په اساس تصویب شوې ده او د تېر کال د بودیجې قطعیه حساب رد شمېرل کېږي.

د جرګې غړو هم له یاد تصمیم سره مخالف څرګند نه کړ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.