کابل (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٨): د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند سيمه کې د مقناطيسي ماين چاودنه کې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د لېندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۴۰ دقيقې د کابل ښار د پنـځمې حوزې اړوند د باغ داوود په سيمه کې شوې وه.
هغه زياته کړه چې د مقناطيسي ماين دا چاودنه پر يوه هايلکس موټر شوې چې له امله يې يو کس وژل شوى او د يوې ښـځې په ګډون دوه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.
د يادونې ده، له دې مخکې هم په ياده سيمه کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن