کابل (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٨): د لوړو زده کړو وزارت له خوا په تخار پوهنتون کې د ١٣٠ میلیون افغانیو په ارزښت ١١ پراختیایې پروژې پرانیستل شوې.
د دغه وزرات له خوا د ليندۍ په ٢٨مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې پروژو کې د نجونو لیلیه، د کیفیت د تضمین واحد، وړکتون، ای سي ټي سنټر، تشنابونه، کاسټر موټرونه، لابراتوارونه، د پوهنتون لوېدیځ اړخ دېوال، ټولنيز سالون، د سپورټ جمنازیوم او د ښوونې او روزنې کتابتون شامل دي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د یاد وزارت د پروګرامونو او کړنو په اړه وویل چې لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي کیفیت لوړولو لپاره پر یو واحد نصاب کار پیل کړی چې د روان کال تر پایه به په لېسانس په برخه کې د ١٦٥ تحصيلي څانګو څخه، ٥٠ سلنه بشپړې شي.
نوموړي د استادانو د وړتیاوو لوړونې، تحصیلي بورسونو، علمي څېړنو، د علمي ژورنالونو جوړولو، د کیفیت او اعتبار ورکونې موضوعاتو ته پاملرنه، د بنسټونو جوړولو، الېکټرونیکي او د اېډیکس پروګرام زده کولو او د هغو د اغېزمنتونوب په تړاو هم هر اړخیز معلومات ورکړل.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ګرځندوی، ښکلو هنرونو، په ځانګړې توګه د میناتورۍ جوړولو د غوښتنې په اړه وویل، یادې برخې د کار د ځایي بازار په پام کې نیولو سره مهم او اغېزمنې دي.
بالاکرزي پر دې خوښي څرګنده کړه چې ددغه ولايت پوهنتون کې يې د ١٣٠ میلیون افغانیو په ارزښت ١١ پراختیایي پروژې پرانیستلې.
د تخار والي عبدالحق شفق دغه ولايت ته د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه او ورسره مل پلاوي له راتګ مننه وکړه او د هغو برخو په اړه یې چې د ځایې اړتیاوو پر بنسټ باید جوړې شي ټینګار وکړ .
هغه زياته کړه، مخکې د اړتیا وړ څانګو ته، د خلکو او چاپېریال لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره سمه پاملرنه نه ده شوې.
د نوموړي په وينا، د تخار پوهنتون د بنسټونو جوړولو ، علمي څېړنو او سپورتي میدانونو جوړولو لپاره لویه ساحه په واک کې لري چې باید ګټه ترې واخیستل شي.
د تخار پوهنتون رییس خیرالدین خیرخواه د دغه پوهنتون لاسته راوړنو ، کړنو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په تخار پوهنتون کې ښې وړتیاوې شته چې ددې وړتیاوو پر بنسټ دوى وکړای شول د کیفیت د تضمین دوه مرحلې بشپړې او دریمې مرحلې ته ولاړ شي.
د ده په خبره، د تخار پوهنتون شاوخوا ۶۰ تنه استادان دا مهال په کور دننه او بهر کې زده کړې کوي چې په دې اساس به تر راتلونکو دوو کلونو د یاد پوهنتون هېڅ استاد لیسانس پاتې نه شي.
د یادونې وړ ده چې تخار پوهنتون ۷ پوهنځي ، ۳۱ څانګې، د شپې ۳ پوهنځي، ۱۶۷ استادان او شاوخوا ۷۰۰۰ نارینه او ښځینه محصلین لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن