ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: تر دې وروسته ګاونډیان زموږ له اوبو وړیا ګټه نه شي اخیستلای

غني: تر دې وروسته ګاونډیان زموږ له اوبو وړیا ګټه نه شي اخیستلای

author avatar
19 Dec 2019 - 18:38
غني: تر دې وروسته ګاونډیان زموږ له اوبو وړیا ګټه نه شي اخیستلای
author avatar
19 Dec 2019 - 18:38

کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٨): ولسمشر غنی وايي، له دې وروسته ګاونډیان زموږ له اوبو څخه وړیا ګټه نه شي اخیستلای او نه به هم د اوبو اوږدمهالي تړونونه وکړو.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا کمېسیونونو سره د کتنو په لړ کې نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې د فرهنګي چارو، پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقافو، طبیعي سرچینو، د ژوند چاپېریال، انرژي او اوبو، د عریضو او شکایتونو د اورېدو د درې کمېسیونونو مسوولینو او غړو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

سرچينه زياتوي، په پیل کې د ولسي جرګې د فرهنګي چارو، پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج  او اوقافو کمېسیون مرستیالې لیلما ولي حکیمي، د طبیعي سرچینو، د ژوند چاپېریال، انرژۍ او اوبو کمېسیون رئیس حاجي خان محمد وردګ او د عریضو او د شکایتونو د اورېدو کمېسیون رئیس حاجي محمد صادق قادري د اړوندو کمېسیونو د کړنو، د قوانینو د تصویب، ولایتي سفرونو او د څارنې چارو په اړه خپل معلومات او راتلونکي پلانونه  له جمهور رئیس غني سره شریک کړل.  

یادو ویناوالو له جمهور رئیس څخه د ملي شورا بېلابېلو کمېسیونونو او استازو سره د ناستو د دغې منظمې او دوامدارې لړۍ د پیلولو له امله مننه وکړه او همدارنګه یې د دولت په رهبرۍ او مدیریت د سولې پروسې، د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

جمهور رئیس غني د یادو کمېسیونونو مسوولینو او غړو ته د ښه راغلاست پرمهال د اوبو د قانون د تصویب له امله د ولسي جرګې له استازو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په ملي بودجه کې د اوبو مدیریت ته د لومړیتوب ورکولو ترڅنګ د کانونو قانون هم تصویب کړي.

نوموړي د ولسي جرګې  له استازو څخه وغوښتل چې د اړتیا پرمهال خپلې پوښتنې په لیکلي ډول اړوندو وزارتونو او مسوولینو ته واستوي، ترڅو اړوند مسوولین له چمتووالي سره حاضر شي او حکومتي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ولسي جرګې استازو ته پر وخت د ځواب ویلو موضوع جدي ونیسي.

هغه د پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقاف وزارتونو کې د اصلاحاتو بهیر، د سولې پروسې او اوبو د مدیریت، د برېښنا د تولید، د ظرفیتونو د لوړولو، د کرنې او کانونو د انکشاف ، زېربنا او نورو برخو کې د حکومت راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

ده وویل، د پوهنې سیستم د ارزونې او نویو اصلاحاتو په پایله کې د بنیادي تحولاتو ترڅنګ باید د وزارت له لوري د هیواد په کچه د ولایتونو ترمنځ د منابعو غیرعادلانه وېش له منځه لاړ شي.

هغه زیاته کړه، وزارت او ټوله دستګاه باید ښوونځي ته ځواب ویونکې وي، نه برعکس او په راتلونکي کې د شپږ زره ښوونځیو د ودانیو د جوړولو ترڅنګ به ښوونځي له نوري فایبر سره هم وصل شي.  

ده وویل، سره له دې چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ټول تمرکز د حج ادا کولو پر پروسې دی، مګر لا هم د حج پروسې په مدیریت کې ستونزې او بې عدالتۍ موجودې دي. مسوولین دې پر عربي ژبه برلاسي او داسې معلمین استخدام کړي چې د حج په ارکانو او مسایلو پوه وي.

هغه زیاته کړه، د حج فریضې ادا کوونکو او د هغوی د معلمینو استخدام کې دې د ولایتونو ترمنځ عادلانه وېش رامنځته شي.  همدارنګه یې د ولسي جرګې له استازو څخه د حج پروسې د مدیریت د څارنې غوښتنه وکړه.

غني د اوبو ارزښت ته په اشارې وویل، اوبه ژوند ته مثبت بدلون ورکوي او د ولسي جرګې له لوري د اوبو د نوي تصویب شوي قانون له تطبیق سره به په دې برخه کې ښه پرمختګ رامنځته شي.

نوموړي د هوا له ګرمېدو سره د اوبو ارزښت او بیې لوړېدو ته په اشارې یې وویل، له دې وروسته ګاونډیان زموږ له اوبو څخه وړیا ګټه نه شي اخیستلای او نه به هم د اوبو اوږدمهالي تړونونه وکړو.

ولسمشر د کانونو ترڅنګ د اوبو، لمریزې او بادي برېښنا د تولید ظرفیت ته په اشارې وویل، موږ د بادي برېښنا د تولید په موخه له زیمینس کمپنۍ سره په مذاکراتو کې یو. په راتلونکي کې به افغانستان د برېښنا د تولید، لېږد او مدیریت له لارې پرېمانه عاید ترلاسه کړي.

غني څرګنده کړه، سوله زموږ د هیوادوالو لویه غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی او په دې اړه اجماع موجوده ده، مګر طالبان باید له پاکستان، نشه یي توکو، جرمي شبکو او بین المللي تروریستي سازمانونو سره په خپلو اړیکو کې د وضاحت ترمنځ د ولس پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووایي.

ده په ټينګار سره وویل، له سراسري اوربند پرته سوله بې معنا ده. د سولې ټول ابعاد سنجول شوي، د برابرې شوې طرحې او پلان د تطبیق په موخه به اساسي بحث وشي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.