کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٨) : د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د افغان حکومت په محوریت د سولې خبرو پیلېدو غوښتنې سره وايي، د یادو خبرو په پیلېدو سره باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند رامنځته شي.
هغه چې نن په کابل کې د محصلينو د فراغت يوې لويې غونـډې ته وينا کوله، پر طالبانو نيوکه وکړه، چې دغه ډلې په تېر یوه کال کې وښودله چې د سولې ټینګېدو په اړه اراده نه لري.
سرور دانش زیاته کړه: “موږ پر دې باور یو، چې د سولې خبرې د افغانستان د حکومت په محوریت پیل شي، او ورسره سم اوربند اعلان شي، له دې نه پرته افغانان پر نورو د سولې طلبانه شعارونو باندې باور نه شي کولی.”
د ولسمشر دويم مرستيال په ټينګار سره وویل، چې د سولې هر ډول خبرو کې باید «د افغانستان د خلکو اساسي اصول» په نظر کې ونیول شي.
د هغه په وينا، د جمهوریت نظام، د مدني حقوق، د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې، اساسي قانون، د بیان ازادي، ټاکنې، بشري حقوق، د ښځو حقوق په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان د خلکو لاسته نورو راوړنې دي… په دې خاطر که چیري د سولې په هر ډول طرحه کې دغه اصول له پامه وغورځول شي، باوري دى چې یوې تلپاتې سولې ته به ونه ورسېږي.
خو طالبان وايي، هر کله چې له افغان حکومت سره کوم تړون ته ورسېږي، بيا اوربند کوي او پردې موضوع يې له امريکا سره هم هوکړه کړې ده.
سرور دانش د ټاکنو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې اوس ټول خنډونه او ستونزې له منځه تللي د ټولو ولايتونو د رايو د بيا شمېرنې پروسه پاى ته ورسېده او کمېسيون بايد پايلې ژر تر ژره اعلان کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن