ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د پکتیکا خلک په دغه ولایت کې د روغتیايي خدماتو له ناسموالي شکایت کوي

​د پکتیکا خلک په دغه ولایت کې د روغتیايي خدماتو له ناسموالي شکایت کوي

author avatar
23 Dec 2019 - 16:05
​د پکتیکا خلک په دغه ولایت کې د روغتیايي خدماتو له ناسموالي شکایت کوي
author avatar
23 Dec 2019 - 16:05

ښرنه (پژواک، ٢ مرغومى ٩٨): د پکتيکا ولايت اوسېدونکي او چارواکي په دغه ولايت کې د متخصصو او ښځينه ډاکترانو کمښت او پر خپل وخت دولتي روغتونو ته د درملو له نه رسېدو شکايت کوي او ټينګار کوي چې دغه ستونزې بايد هوارې شي.

پکتيکا د افغانستان له لرو پرتو او ناامنو ولايتونو دى چې اوسېدونکي يې د روغتيا ترڅنګ د پوهنې، امنيت او په نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دغه ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د چامړۍ کلي اوسېدونکي اميرمحمد د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې او شاوخوا نورو ولسواليو کې روغتيايي خدمات ډېر کمزوري دي.

هغه وايي: ((په ټوله ولسوالۍ کې يوه ښځه ډاکټره او يا هم متخصص ډاکټر نشته، کله چې دولتي شفاخانې ته ولاړ شو، هلته هم ډاکټران او دوا نه وي له سختو مشکلاتو سره مخ يو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د جاني خېلو، خيرکوټ او خوشامند ولسواليو کې ډېرى خلک خپل ناروغان مرکز ښرنې ته انتقالوي خو د لارې د لرې والي له امله ناروغان ډېرى وخت د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په ورته وخت کې د مرکز ښرنې د ملايانو کلي اوسېدونکي زېړګل نيازي پژواک ته وويل چې په ټوله پکتيکا کې يواځې يوه ښځه ډاکټره ده.

هغه زياتوي: ((دغه ښځه په ملکي روغتون کې دنده لري، دا نه شي کولاى چې د دغه ولايت ټولو ناروغو ښځو ته رسېدنه وکړي، دلته قابله ګانې او نرسانې د ښځو درملنه کوي چې ډېرى وخت د ګټې پر ځاى تاوان کوي.))

نوموړي دا هم وويل چې د دغه ولايت په ملکي روغتون کې د ګڼې ګوڼې له امله ډېرى وخت ډاکټران نه شي کولاى ناروغان پر خپل وخت و ويني.

دغه راز د اورګون ولسوالۍ قومي مشر نېک محمد مجاهد پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه ډېر کمزروي دي او خلک يې له سختو ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((نور خو څه کوې په  ټول ولايت کې يو د سترګو او يا هم اعصابو ډاکټر نه لرو، خلک خپل مريضان نورو ولايتونو ته بيايي چې له هر پلوه موږ ته مشکل کار دى.))

د مجاهد په وينا، د درملو يو شمېر سوداګر دغه ولايت ته بې کيفيته درمل واردوي چې خلک يې له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي.

ده زياته کړه: ((خلک دلته دوا وخوري چې جوړ شي خو کيفيت يې دومره ټيټ دى سره له دې چې مرض نه جوړوي، نور مشکلات هم سړي ته پيدا کوي.))

همدارنګه د مرکز ښرنې اوسېدونکې مريم (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې د ناروغۍ پر مهال ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

دې وويل: ((دلته په ټول ولايت کې يوه ښځه ډاکټره ده، ډېر وخت پرې نوبت نه وي او زموږ سړي ښځو ته اجازه نه ورکوي چې نارينه ډاکټرانو ته د معاينې لپاره ورشي، نو دغه مشکل بايد حل شي.))

همدارنګه د يحيى خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ډاکټر غلام محمد وويل چې له يوې خوا وړ ډاکټران په روغتونو کې نشته دي او له بل پلوه اړين درمل هم خلکو ته نه ورکول کېږي.

ده نيوکه وکړه چې په دولتي روغتونونو کې د درملو کيفيت ډېر ټيټ دى چې له امله يې ډېرى وخت ناروغان نه رغېږي.

دغه راز د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز پژواک ته وويل چې د ولسواليو ترڅنګ په مرکز ښرنه کې هم خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((موږ څو ځلې دا ستونزې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړې خو تر اوسه يې پرې سم عمل نه دى کړى، موږ له عامي روغتيا وزارت نه غواړو چې پلاوى واستوي په دغه ولايت کې له شفاخانو نه سمه ليدنه وکړي او يو حل ورته پيدا کړي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته شکايتونه وکړل او له اړوندو ادارو يې د دغو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

په پکتيکا ولايت کې د (OHPM) په نوم يوه موسسه ده چې د عامې روغتيا وزارت قراردادي ده او روغتونونو ته درمل برابروي.

په دغه ولايت کې د دې موسسې مسوول شکيب احمد پژواک ته وويل: ((دوا وي او که کوم بل څه، کوم مشکلات چې موږ پورې تړاو لري هغه ټول حل کوو.))

همدارنګه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني په دې اړه پژواک ته وويل چې د ښځو ډاکټرانو له کموالي او پر وخت روغتيايي مرکزونو ته د درملو د نه رسېدو له ستونزو سره مخ دي.

والي وويل چې يادې ټولې ستونزې يې د عامې روغتيا وزارت له مسوولينو سره شريکې کړي او هغوى د حل لپاره ژمنه کړې ده.

د همدې موضوع په تړاو د عامې روغتيا وزارت استازي ذبيح الله پژواک ته وويل چې د پکتيکا ولايت د روغتيايي برخې ستونزې يې نوټ کړي او له اړوندو مسوولينو سره به يې شريکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د پکتيکا ولايت اوسېدونکو د روغتيايي ستونزو د حل غوښتنه کړې وه خو تر اوسه يې ستونزې نه دي حل شوي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.