ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ښوونځیو د بیا خلاصون په موخه هڅې پیل شوې

​د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ښوونځیو د بیا خلاصون په موخه هڅې پیل شوې

author avatar
23 Dec 2019 - 14:51
​د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ښوونځیو د بیا خلاصون په موخه هڅې پیل شوې
author avatar
23 Dec 2019 - 14:51

کندهار (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸): د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کلونه کېږي چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر د ناامنۍ او فساد له امله په ټپه ولاړ دی او ټول ښوونځي سقوط دي.

د دې ولسوالۍ خلک له حکومته غواړي چې د معروف ولسوالۍ بند ښوونځي بېرته پرانیزي.

دوی وايي، وسله والو طالبانو د ولسوالۍ له مخورو سره لیکلې ژمنه کړې چې له دې وروسته به د پوهنې په برخه کې ستونزې نه جوړوي.

د معروف ولسوالۍ په تشکیل کې له ۳۰ ډېر ښوونځي دي چې ټول یې خیالي وو او پر له پسې څو کلونه د ښوونکو په نوم معاشونه شخصي اکاونټونو ته تلل چې د رسنیو تر راپورونو وروسته بند کړای شول.

خو اوس د دې ولسوالۍ مخور وايي چې په خپلو سیمو کې يې د خپلو اولادونو د زده کړې په موخه د ښوونځیو د پرانیستلو هڅې پیل کړي دي.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله افغان وايي، کلونه کېږي چې په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځی نشته او له زده کړو بې برخې دي.

هغه پژواک ته وويل څوک چې وس لري، خپل اولادونه یې د زده کړو لپاره کندهار، کابل او یا کویټې ته لېږلي، خو هغه چې ناوسه دي ماشومان یې شپني کوي او یا په باغونو کې کار کوي.

دی زیاتوي، تر ټولو بده دا ده چې پرله پسې څو کلونه د ښوونکو په نوم معاشونه اخیستل کېدل خو د سیمې د زورورو شخصي جېبونو او اکاونټونو ته تلل.

د ده په خبره، اوس چې بیا مخورو او مشرانو په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو هوډ کړی، د خلکو تمه دا ده چې پخوانۍ بدې تجربې بیا تکرار نه شي.

دی له ولایتي ادارې او پوهنې ریاست څخه غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې په رښتینې توګه ښوونځي پرانیزي او وخت په وخت یې سمه څارنه وکړي.

د همدې ولسوالۍ د شېخزو کلي اوسېدونکی نصرالله هم وايي، په تېرو کلونو کې د معروف د پوهنې مدیر، د ولسوالۍ چارواکو، تش په نوم قومي مشرانو او ملکانو د خپلو شخصي ګټو لپاره د ولسوالۍ ښوونځي بند ساتلي وو، څو د ښوونکو په نوم معاشونه د دوی اکاونټونو ته ور روان وي.

د ده په خبره، هغه مهال د ښوونځیو د بندېدا لامل ناامني ګڼل کېدله، په داسې حال کې چې خبره ټوله د فساد وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.