مزارشريف (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸): په مزارشريف کې د بلخ د حوزوي روغتون يو شمېر ناروغان او د هغوی پايوازان په ياد روغتون کې له ناسمو روغتیايي خدماتو شکايت لري.
دوی وايي چې په دغه روغتون کې روغتيايي مواد نشته او د عادي معايناتو او درملو لپاره هم ناروغان شخصي کلينيکونو ته راجع کېږي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس هم وايي چې له يوه کال راهيسې د بلخ حوزوي روغتون چارې ټکنۍ شوې دي چې له امله يې دغه شورا اندېښمنه ده.
د بلخ حوزوي روغتون د شمال زون په کچه تر ټولو ستر روغتيايي مرکز دی چې د بلخ په ګډون د دغه زون له ټولو ولايتونو ورته ناروغان مراجعه کوي خو له تېر شاوخوا يو کال راهيسې د بلخ د عامې روغتيا ریاست پر څوکۍ د جنجال له امله د دغه روغتون له خدماتو شکايتونه زيات شوي دي.
سيد حيدر حسيني د سرپل ولايت اوسېدونکی دی چې نږدې يوه مياشت کېږي خپل يو ناروغ يې د بلخ حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه راوستلی دی.
نوموړی زياتوي چې زوی يې د بډوډو ستونزه لري او بايد چې عمليات کړل شي.
هغه وويل چې له يوې مياشتې انتظار وروسته يې ناروغ ته نوبت ور ورسېد او تېره اوونۍ يې عمليات هم ترسره شول.
حسيني زياته کړه چې د خپل ناروغ لپاره ټول درمل له روغتونه بهر په شخصي درملتونونو کې اخلي.
د هغه په خبره، د بلخ ملکي روغتون ډاکټران ډېری وخت په خپلو شخصي کلينيکونو او کتنځايونو کې مصروف وي او په ملکي روغتون کې ناروغانو ته پاملرنه نه کوي.
سيد رحمان د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې يوه اوونۍ کېږي زوی يې د بلخ په ملکي روغتون کې بستر دی.
هغه پژواک ته وويل چې په دغه روغتون کې ناروغ ته هېڅ ډول دوايي نه ورکول کېږي او موږ مجبور يو چې له شخصي دواخانو څخه يې په پيسو واخلو.
ده زياته کړه: ((موږ فکر کاوه چې دا دولتي روغتون دى او مريض ته به ښه پاملرنه کېږي، درمل به ورکول کېږي؛ خو دلته هېڅ نشته، هغو ناروغانو کار ښه جوړ دی، چې واسطه او پيسې لري)).
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن