ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د دوو پاکستانیانو په ګډون اته طالبان وژل شوي

هلمند کې د دوو پاکستانیانو په ګډون اته طالبان وژل شوي

author avatar
23 Dec 2019 - 13:28
هلمند کې د دوو پاکستانیانو په ګډون اته طالبان وژل شوي
author avatar
23 Dec 2019 - 13:28

لښکرګاه (پژواک، ٢ مرغومى ٩٨): د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند په ګرمسېر کې د دوو پاکستانیانو په ګډون اته وسله وال طالبان وژلي دي.

په دې اړه د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ بازار، خان محمد کلي او توبې سیمو کې علمیات کړي دي.

هغه زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې د دوو پاکستانيانو په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ده په خبره، دوه پاکستاني وسله وال په داسې حال کې وژل شوي چې په ځانونو پورې یې چاودېدونکي توکي تړلي وو او چاودنه یې وکړه.

نوموړی وايي، له دې ډلې دوه یې ژوندي هم نیول شوي دي.

احمدي زیاتوي، امنیتي ځواکونو د دغو عملیاتو په پایله کې د وسله والو طالبانو یوه شمېر وسلې او وسایط هم نیولي او د هغوی پټنځایونه يې له منځه وړي دي.

ده دا هم وویل چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو له خوا د هاوان مرمۍ لګېدو له امله دوه ملکي وګړي ټپیان شوي او ځانګړو ځواکونو یې په درملنه کې مرسته کړې ده.

په ورته وخت کې د هلمند امنیه قوماندان سمونمل احسام الدین هلمندي پژواک ته وویل چې امنيتي ځواکونو د ګرشک، ګرمسېر او نادعلي ترڅنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ګڼې لاسته راوړنې درلودې او دغه لړۍ روانه ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د هلمند په ګرشک، ناوې، سنيګن او نادعلي ولسواليو کې حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږ ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.