د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په یو کال کې ۵۲۳ کابل ښاریان د جنايي جرمونو پر مهال وژل شوي

په یو کال کې ۵۲۳ کابل ښاریان د جنايي جرمونو پر مهال وژل شوي

Dec 23, 2019 - 13:31

کابل(پژواک، ۲ مرغومي ۹۸): کابل ښار کې د یو کال په اوږدو کې ۲۶۳۲ د جنایي جرمونو پېښې ثبت شوي، چې ۵۲۳ یې وژنې، ۶۳۸ یې ټپی کول، ۲۶ یې سړي تښتونې، ۹۳۷ یې بېلابېلې غلاوې او پاتې یې نور جنایي جرمونه دي.    

پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۸ کال د وري په ۲۹مه د اطلاعاتو غوښتنې ځانګړي فورم له لارې له کورنیو چارو وزارته وغوښتل چې د هېواد په کچه په ۱۳۹۷ کال کې د ثبت شوو جنایي جرمونو په اړه د هرې ولسوالۍ په تفکیک معلومات ورکړي.

دغه راز پژواک په همدې ورځ د کابل پولیسو له ۱۰۱ اسمايي زون څخه هم د یاد فورم له لارې وغوښتل چې په کابل ولایت کې د ثبت شوو جنایي جرمونو په اړه د هرې ولسوالۍ او ښاري حوزې په تفکیک معلومات ورکړي.

د کابل پولیسو له ۱۰۱ اسمايي زون وویل چې په دې اړه معلومات باید د کورنیو چارو وزارت ورکړي، خو دغه وزارت معلومات نه ورکول او پژواک د روان کال د غبرګولي په ۱۹مه اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسیون ته شکایت وکړ، خو د دغه کمېسیون له هڅو سره- سره یاد وزارت د لېندۍ تر ۲۴ مې معلومات نه ورکول او ویل یې چې دغه معلومات محرم دي.

خو د یاد کمېسیون د بیا هڅو په پایله کې د کورنیو چارو وزارت یوازې په کابل ښار کې د ثبت شوو جنایي جرمونو په اړه معلومات له پژواک سره شریک کړل او هغه هم داسې چې د حوزو په تفکیک نه دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۷ کال کې کابل ښار کې هره میاشت په منځنۍ کچه ۲۲۰ جنایي پېښې ثبت شوې او شمېرې ښیي چې تېر کال هره میاشت د جنایي جرمونو له امله په منځنۍ کچه ۴۴ کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه چې ولې د هېواد په پلازمېنه کې جنایي جرمونه او په تېره د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هدفي وژنې ډېرې دي او پولیسو تېر کال له سلګونو یادو وژل شوو کسانو له قاتلانو سره څه کړي؟ معلومات ورنه کړل.

"چارواکو ته شرم دی، له خدای نه دې مرګ وغواړي"

د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اوسېدونکی اجمل ستانکزی وايي، له بده مرغه جنايي جرمونه په ټول کابل ښار خو په ځانګړي ډول د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې اوج ته رسېدلي او خلک یې تر پزې رسولي دي.

هغه زياته کړه: "داسې ورځ دې ناورا وي چې په پنځمه حوزه کې کومه پېښه نه وي، پنځمه حوزه نه ده؛ سمه باړه ده باړه... یو کال کې تر ۵۰۰ ډېر کسان په قتل رسېدلي، چارواکیو ته شرم دی، له خدای نه دې مرګ وغواړي."

د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د "پنجصد فامیلي" سیمې اوسېدونکې نرګس وايي: "پنجصد فامیلي په "چقر" یا د "قسمت په کندې" شهرت موندلی؛ ځکه چې دلته جنایي جرمونه ډېر دي."

"چقر" یا د قسمت کنده یو ترکي سریال دی؛ په دغه سریال کې یو کورنۍ د استانبول په یوه جنجالي سیمه (چقر) کې ځانګړي قوانین لکه د نشته یی توکو مخنیوی او نور وضع کوي، خو یوه ډله هڅه کوي دغه قوانین مات او د نشه یی توکو کاروبار وکړي، دغه کار د سیمې نظم ګډوډوي، د مافیایي کړیو ترمنځ هم نښتې رامنځته او ډېر کسان په کې ژوند له لاسه ورکوي.

نرګس وايي: "زموږ په سیمه کې د وسله والو غلو له امله خلک د شپې تګ راتګ نه شي کولای، غله له خلکو پیسې او قیمتي توکي اخلي، که له چا سره دا توکي نه وي، په چاقوګانو یې وهي، د شپې چې خلک له ودونو خپلو کورونو ته راځي، موټر یې دروي او سره زر ترې اخلي، وضعیت ډېر خراب دی، زموږ په سمیه کې سږ کال دوه صرافان او دوه دکانداران غلو وژلي دي."

هغه، پولیس د جرمونو په مخنیوي کې پاتې بولي او وایي چې له همدې امله خلکو پر پولیسو باور له لاسه ورکړی.

"امنیتی اداري بې کفایته دي"

د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت په کابل ښار کې د جنايي پېښو د ډېروالي په اړه وايي: "د امنيتي ادارو بې کفايتي، د امنيتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، وظیفوي تداخل، عدم مجازات او مکافات، مجرم ته مکافات ورکول او په هېواد کې د معافيت د فرهنګ شتون، په کابل ښار کې د جنايي پېښو د ډېرېدو لاملونه دي."

هغه وایي، مجرم ته سزا نه ورکول، مجرم ته د مکافاتو د ورکولو معنا لري.

طاقت، په تاسف سره وایي چې په ټوله کې د حکومت کړنې د جرمونو په مخنیوي کې ډېرې کمې دي.

دی زياتوي: "متاسفانه د جنايي جرمونو کنټرول، حکومت په ځانګړي ډول امنيتي ادارو ته ډېرې وړې خبرې ښکاري او داسې فکر کوي چې دا ډېر کوچني کارونه دي."

طاقت وایي، د جرمونو د کموالي په موخه بايد له امنيتي ادارو په فساد ککړ کسان لرې کړل شي، استخباراتي ادارې پياوړې شي او په هېواد کې د معافيت فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.

دا په داسې حال کې ده ولسمشر محمد اشرف غني هم د تېرې لېندۍ میاشتې په دویمه ارګ کې یوې امنیتي غونډې ته د خبرو پر مهال د کابل پولیسو له کړنو ناخوښي څرګنده کړه او دغو پولیسو ته یې درې میاشتې وخت ورکړ، څو د امنیت د ټینګښت، له فساد سره مبارزې او اصلاحاتو په برخو کې ځانونه ثابت کړي.

هغه ویلي وو: "زه او خلک د کابل پولیسو له کړنو خوښ نه یوو او تاسو تر اوسه نه یئ توانېدلي چې د خلکو امنیتي ستونزې او د جرمونو کچه راکمه او د قناعت وړ پایلې ترلاسه کړئ."

د پژواک د راپور له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه څه باندې ۹۲زره جنایي پېښې ثبت شوې دي.

دغه راپور چې د روان کال د غویي په ۲۲مه د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ خپور شوی، ښیي چې په تېرو پنځو کلونو کې د هیواد په کچه په جنایي پېښو کې ۱۷۸۰۰ تنه ټپیان شوي او ۱۱۵۱۸ وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو پنځو کلونو کې د نشه یي توکو د قاچاق ۵۸۹۳، د چلوټنې ۱۳۷۴، د جېب وهلو ۱۰۲۱، د انسان د قاچاق ۹۷۸، د انسان تښتونې ۹۱۶، د مالونو قاچاق ۹۱۵، له کوره د تښتې ۸۷۵، د غصب ۸۴۵ او بېلابېلو نورو جرمونو ۲۱۰۳۰ پېښې ثبت شوي دي.

اېډېټر: عبدالقدیر منصف

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement