د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ښوونځیو د بیا خلاصون په موخه هڅې پیل شوې

​د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ښوونځیو د بیا خلاصون په موخه هڅې پیل شوې

Dec 23, 2019 - 14:51

کندهار (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸): د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کلونه کېږي چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر د ناامنۍ او فساد له امله په ټپه ولاړ دی او ټول ښوونځي سقوط دي.

د دې ولسوالۍ خلک له حکومته غواړي چې د معروف ولسوالۍ بند ښوونځي بېرته پرانیزي.

دوی وايي، وسله والو طالبانو د ولسوالۍ له مخورو سره لیکلې ژمنه کړې چې له دې وروسته به د پوهنې په برخه کې ستونزې نه جوړوي.

د معروف ولسوالۍ په تشکیل کې له ۳۰ ډېر ښوونځي دي چې ټول یې خیالي وو او پر له پسې څو کلونه د ښوونکو په نوم معاشونه شخصي اکاونټونو ته تلل چې د رسنیو تر راپورونو وروسته بند کړای شول.

خو اوس د دې ولسوالۍ مخور وايي چې په خپلو سیمو کې يې د خپلو اولادونو د زده کړې په موخه د ښوونځیو د پرانیستلو هڅې پیل کړي دي.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله افغان وايي، کلونه کېږي چې په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځی نشته او له زده کړو بې برخې دي.

هغه پژواک ته وويل څوک چې وس لري، خپل اولادونه یې د زده کړو لپاره کندهار، کابل او یا کویټې ته لېږلي، خو هغه چې ناوسه دي ماشومان یې شپني کوي او یا په باغونو کې کار کوي.

دی زیاتوي، تر ټولو بده دا ده چې پرله پسې څو کلونه د ښوونکو په نوم معاشونه اخیستل کېدل خو د سیمې د زورورو شخصي جېبونو او اکاونټونو ته تلل.

د ده په خبره، اوس چې بیا مخورو او مشرانو په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو هوډ کړی، د خلکو تمه دا ده چې پخوانۍ بدې تجربې بیا تکرار نه شي.

دی له ولایتي ادارې او پوهنې ریاست څخه غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې په رښتینې توګه ښوونځي پرانیزي او وخت په وخت یې سمه څارنه وکړي.

د همدې ولسوالۍ د شېخزو کلي اوسېدونکی نصرالله هم وايي، په تېرو کلونو کې د معروف د پوهنې مدیر، د ولسوالۍ چارواکو، تش په نوم قومي مشرانو او ملکانو د خپلو شخصي ګټو لپاره د ولسوالۍ ښوونځي بند ساتلي وو، څو د ښوونکو په نوم معاشونه د دوی اکاونټونو ته ور روان وي.

د ده په خبره، هغه مهال د ښوونځیو د بندېدا لامل ناامني ګڼل کېدله، په داسې حال کې چې خبره ټوله د فساد وه.

دی وايي، اوس چې د دې ولسوالۍ مشران غواړي د دې ولسوالۍ بند ښوونځي پرانیزي، خلک اندېښمن دي چې بیا هغسې وضعیت نه وي.

د ده په خبره، د ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو تر ولکې لاندې ده او په دې وروستیو کې یې د ولسوالۍ له مخورو سره لیکلې ژمنه کړې چې د پوهنې پر وړاندې به ستونزې نه جوړوي.

نصر الله وايي، پر همدې بنسټ د خلکو تمه دا ده چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي پرانیستل شي او د هر ډول فساد مخنیوی وشي.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت الله وايي، د ولسوالۍ مشرانو په دې وروستیو کې دغلته د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کېدو په موخه د کندهار له والي او د پوهنې له رییس سره لیدلي دي.

دی وايي، له یاد شوو چارواکو سره په لیدنه کې قومي مشرانو په معروف کې د بندو ښوونځيو د پرانیستلو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې ولسوالۍ د ماشومانو لپاره به مناسب ښوونیز چاپېریال برابروي.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی او د کندهار د ولایتي شورا غړی جانان ګلزی هم وايي چې دغلته یوه لېسه او له ۳۰ زیات لومړني ښوونځي شته چې چارواکي یې د فعالیت ادعا یې کېدله خو له یوه یا دوو ښوونځیو پرته چې نیمه فعال وو، نور ټول تړلي وو.

ګلزي پژواک خبري اژانس ته وویل، له همدې امله د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي اړ شوي چې خپل اولادونه کندهار ښار ته د زده کړو لپاره راولېږي او دلته په هغو لیلیو کې و اوسېږي چې د ناامنو ولسوالیو د زده کوونکو لپاره جوړې شوي دي.

دی وايي، د معروف ډېرو زده کوونکو د مالي ناتوانۍ له امله ان ځانونه په یتیمانو تېر کړي او دغلته په ځینو دارالایتامونو کې استوګنه او زده کړه کوي.

ده هم وویل چې د معروف د ښوونځيو د ښوونکو په نوم معاشونه اخیستل کېدل او زورواکي چې پخواني قومندانان، ملکان، ملایان او نور په کې شامل وو، په خپل منځ کې یې وېشل.

نوموړی غوښتنه کوي چې په معروف کې دې د یوه جامع پلان له مخې ښوونځي پرانیستل شي چې وخت په وخت یې دقیقه څارنه وشي او د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د اولادونو لپاره د زده کړې امکانات برابر شي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار والي حیات الله حیات د معروف ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په دې ولسوالي کې د بندو ښوونځیو پر پرانیستو خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړه، والي د قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو وغوښتل چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو په بیرته پرانیستلو کې همکاري وکړي.

والي دغه راز له مرستندویه ادارو غوښتي چې په خپل کاري پلان کې په لیرې ولسوالیو او سیمو کې د پوهنې د پیاوړتیا او سواد زده کړو د ټولګیو جوړېدو ته لومړیتوب ورکړي.

حیات ټینګار وکړ چې د کندهار ښار او ټولو ولسوالیو د پوهنې ستونزې به د یوه منظم پلان له مخې حلوي.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په معروف ولسوالۍ کې له ۳۰ ډېر ښوونځي شته چې ډېری یې خیالي وو او پر همدې بنسټ د پوهنې ریاست د خیالي ښوونکو معاشونه هم ځنډولي وو.

دی وايي، د ولایت مقام په مشرۍ یو پنځه کسیز پلاوي معروف ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره لیدلي څو د پوهنې اړوند بنسټيز اقدامات تر سره شي.

د ده په خبره، د پوهنې ریاست به د مرستندویه ادارو په مرسته د معروف ولسوالۍ په ګډون په ټولو هغو ولسوالیو کې د پوهنې د بهیر پر پياوړتیا کار وکړي چې ښوونځي په کې تړلي او د پوهنې بهیر یې ټکنی دی.

معروف د کندهار له مرکز څخه ۱۹۰ کیلومتره لیرې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده چې اوسېدونکي یې د ژوند د نورو اسانتیاوو تر څنګ د پوهنې له خدماتو هم بې برخې دي.

د ځینو پلاوو د موندنو له مخې په معروف ولسوالۍ کې ۳۳ ښوونځي غیر فعال دي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking