ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سناتوران: لنډمهاله او یوازې له امریکا سره اوربند د هېواد ستونزه نه حلوي

سناتوران: لنډمهاله او یوازې له امریکا سره اوربند د هېواد ستونزه نه حلوي

author avatar
24 Dec 2019 - 18:04
سناتوران: لنډمهاله او یوازې له امریکا سره اوربند د هېواد ستونزه نه حلوي
author avatar
24 Dec 2019 - 18:04

کابل (پژواک،۳ مرغومی ۹۸): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو په هېواد کې د دایمي او سراسري اوربند غوښتنه کوي او وايي چې لنډمهاله او یوازې له امریکایانو سره اوربند د افغانستان ستونزه نه شي حلولای.

 د یوه راپور له مخې، طالبانو ته نږدې سرچینو «یک» ټلوېزیون ته ویلي چې د دې ډلې مشرانو په افغانستان کې د لنډمهاله اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په تړاو توافق کړی دی.

 سرچینې زیاته کړې، دغه توافق ظاهراً پاکستان ته د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو د پلاوي له سفر او په پېښور او کوېټه کې له طالب مشرانو سره د یاد پلاوي له بحثونو وروسته شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشرانو جرګې غړو د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې په دې تړاو خبرې وکړې.

 په مشرانو جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي محی الدین منصف د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل: ((که اوربند یو ساعت هم وي ښه دی، خو لنډمهاله او یوازې له امریکا سره اوربند د افغانانو په ګټه نه دی.))

هغه د سولې د ټینګښت په موخه د خبرو لپاره په جګړه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ اوربند شرط وباله او زیاته یې کړه چې له اوربند پرته سوله هېڅ معنا نه لري.

 خو د هغه په خبره، که طالبان سراسري اوربند ته تیار نه شي لنډمهاله اوربند دوکه ده او افغانان هېڅکله نه غواړي موقتي او یوازې له امریکا سره اوربند قبول کړي.

 منصف وویل: ((د طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي، مرکزونه او مشران یې په یاد هېواد کې دي، طالبان له پاکستان سره مستقیمي اړیکې لري او که پاکستان وغواړي اوربند کېدلای شي.))

د دې جرګې ځینو نورو غړو هم په هېواد کې د سراسري او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار وویل: ((داسې مذاکرات چې د خلکو وژنې په کې روانې وي او د امریکا د خوشحالۍ لپاره اوربند وشي د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي، اوربند او مذاکرات باید د افغان دولت او طالبانو ترمنځ وشي.))

 د ده په خبره، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو ډېره قرباني امنیتي سرتېرو ورکړې نه بهرنیو سرتېرو، باید سراسري اوربند وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.