ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نږدې نیمایي زده کوونکې وایي ستره وېره یې ناامني ده

نږدې نیمایي زده کوونکې وایي ستره وېره یې ناامني ده

author avatar
24 Dec 2019 - 16:44
نږدې نیمایي زده کوونکې وایي ستره وېره یې ناامني ده
author avatar
24 Dec 2019 - 16:44

کابل (پژواک،۳مرغومى ۹۸): یوه څېړنه ښیي چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې په منځنۍ کچه ۱۴ سلنه نجونې د ښوونځي پرېښودو ته اړې شوي او د ښوونځیو نږدې نیمایي زده کوونکې وایي چې ستره وېره یې ناامني ده.  

د ښځو او ماشومانو د حقوقو څېړنیز بنسټ، نن په کابل کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو او فرصتونو په تړاو څېړنيز راپور خپور کړ.

دغه بنسټ وایي چې د څېړنې پر مهال یې په ننګرهار، کابل، بدخشان، کندهار، بلخ او پروان ولایتونو کې له  ۱۳۷۳ کسانو سره مرکې کړي چې ۷۲۶ یې د ښوونځیو زده کوونکې، ۳۲۲ هغه نجونې دي چې ښوونځي يې پرېيښي او پاتې نور د زده کوونکو والدين، ښوونکي، د ښوونځيو مديران او د پوهنې د برخې کارپوهان دي. دغه راپور د  ۲۰۱۸ کال د جولای له مياشتې د ۲۰۱۹ کال تر ډسمبر پورې برابر شوی دی.

د راپور موندنې ښيي چې د ۳۲۲ هغو نجونو چې ښوونځي يې پرېيښی ۴۹ سلنه يې لامل ناامني، ۲۲ سلنه يې کورنۍ تاوتريخوالي، ۱۸ سلنه يې ښوونځي ته د بيا تلو ناشونی توب، ۷ سلنه يې ځورونې او څلور سلنه يې جبري ودونه بولي.

دغه راز، کډوالي، د ښځينه ښوونکو نشتوالی، بلوغ، له ښوونځي د واټن ډېروالی، په ښوونځي کې تاوتريخوالی، د ښوونځيو تړل کېدل، ناسم رواجونه، فقر او د کور په کارونو کې مرسته کول نور هغه لاملونه دي چې له امله يې نجونې د ښوونځي پرېښودو ته اړې شوې دي.   

د سرچینی د موندنو پر بنسټ، ۵۹ سلنه نجونې چې ښوونځي يې پرېيښي، عمرونه يې د ۱۳ او ۱۵ کلونو تر منځ دي.

سرچینه لیکي په بدخشان کې نږدې ۲۵ سلنه په ننګرهار کې شل سلنه، په پروان کې ۱۷ سلنه، په کندهار کې ۱۶ سلنه، کابل کې ۱۳ سلنه او په بلخ کې ۱۲ سلنه مرکه کوونکو نجونو ويلي چې ښوونځی يې پرېيښی دی.

د راپور له مخې، د نجونو والدينو ویلي چې په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو د کموالي له امله نجونې د ښوونځي پرېښودو ته اړې شوي، خو ښوونکو ویلي ستر لامل دا دی چې ښوونځي په لرې واټن کی موقعیت لري.

دغه راز په راپو کې راغلي چې د ښوونځيو مديران او کارپوهان بيا ناسم رواجونه د نجونو د ښوونځيو د پرېښودو ستر لاملونه بولي.

د سرچینې د موندونو پر بنسټ،۷۲۶ هغه نجونې چې لا هم زده کړې کوي ۴۹ سلنه ناامني، ۲۴ سلنه د ښوونځي پرېښودل، ۱۶ سلنه ناکامي، څلور سلنه کورنی تاوتريخوالی، څلور سلنه ځورونې، دوه سلنه په ښوونځي کې تاوتريخوالی او يو سلنه بيا په ښوونځي کې د روغتيا ساتنې د امکاناتو نشتوالی خپلې ستره وېره بللې ده.

د نجونو د زده کړو د دوام په موخه مور او پلار هڅول، په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړالى، د ښوونکو د علمي وړتياوو لوړول، د امنيتي وضعيت ښه کول، د ښځينه ښوونکو ډېرول، د فقر کمول، د ډېرو ښوونځيو جوړول، د نجونو لپاره د ښوونځيو ځانګړي کول او د سيمه ييزو بنسټونو پياوړي کول، د یاد بنسټ هغه وړانديزونه دي چې له مخې يې نجونې کولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د پوهنې وزير ميرويس بلخي په نننۍ ناسته کې وويل چې دا مهال په هېواد کې ۳،۷ ميليونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي، چې نږدې ۷۰ سلنه يې نجونې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.