ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د زيتونو فابريکه کې د پروسس نوي ماشینونه فعال شول

د ننګرهار د زيتونو فابريکه کې د پروسس نوي ماشینونه فعال شول

author avatar
24 Dec 2019 - 10:31
د ننګرهار د زيتونو فابريکه کې د پروسس نوي ماشینونه فعال شول
author avatar
24 Dec 2019 - 10:31

جلال اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۹۸): د ننګرهار ولايت د کانال پروژې اړوند د زيتونو په فابريکه کې د ايټاليا هېواد د ۷۰زره يورو په لګښت نوي ماشينونه فعال شول چې د دې فابريکې توليدات به ورسره پراختيا پيدا کړي.

چارواکي وايي، د توليداتو پر پراختيا سربېره به دغه ماشينونه د زينتونو تېلو او اچارو د پروسس او توليد پروسه هم با کيفيته کړي.

ياد ماشينونه چې څه موده وړاندې دې فابريکې ته ور رسېدلي او فعال شوي وو، پرون (د مرغومي ۳مه) د کرنې وزارت د مسوولينو له لوري پرانيستل شول.

د کرنې وزارت مرستيال حشمت الله غفور د دغو ماشينونو د فعالولو پر مهال وويل، د ننګرهار د زيتونو پروسس فابريکه د اسيا په کچه لومړنۍ فابريکه ده چې د هېواد او بهرنيو هېوادونو بازارونو ته د زيتون تېلو، اچارو او ورته نورو توکو توليدات وړاندې کوي.

نوموى وايي چې د ايټاليا هېواد په همکارۍ يې له ياد هېواده د اويا زره يورو په  لګښت د زيتونو پروسس او اچارو جوړولو څلور ماشينونه یادې فابريکې ته راوړي چې  تر نصبېدو وروسته رسماً ګټې اخیستو ته چمتو شول.

هغه زياته کړه چې دغه ماشينونه په يوه ساعت کې د اووه سوه کيلوګرامه زيتونو د پروسس وړتیا لري چې له همدې ماشينونو يې د اووه اتيا زره کيلوګرامه زيتونو څخه ٧٢٠٠ لېتره تېل توليد کړي او همدا راز زرګونه بوتله لوی او واړه بوتلونه اچار يې هم بازار ته وړاندې کړي دي.

د کرنې وزارت مرستيال وايي چې پر ننګرهار سربېره د کندهار او نورو سیمو زيتون هم دلته پروسس کېږي او هيله يې وښوده چې زيتونو فابريکه به په نږدې راتلونکي کې پخوانی مقام بېرته ترلاسه کړي.

دا فابريکه نږدې څلور لسيزې وړاندې جوړه شوې چې يو وخت په کې زرګونو کسانو کار کاوه خو اوس يې د کاريګرو شمېر نږدې يو نيم سل کسان دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.