ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: هغه کسان چې تاريخي اثار او قلمي نسخې ورسره دي، علومو اکاډمي او ارشيف ته دې وسپاري

غني: هغه کسان چې تاريخي اثار او قلمي نسخې ورسره دي، علومو اکاډمي او ارشيف ته دې وسپاري

author avatar
24 Dec 2019 - 17:22
غني: هغه کسان چې تاريخي اثار او قلمي نسخې ورسره دي، علومو اکاډمي او ارشيف ته دې وسپاري
author avatar
24 Dec 2019 - 17:22

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني د دې ترڅنګ له هغو کسانو چې تاريخي اثار او قلمي نسخې ورسره دي، هيله وکړه چې علومو اکاډمي او ارشيف ته يې وسپاري، وايي، په کوټه ښار کې د افغان قونسلګرۍ ودانۍ دې د سیال کاکړ په نوم د افغانستان پېژندنې مرکز او د فرهنګ کور شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د پروفیسور سیال کاکړ له لوري د سپارل شویو قلمي نسخو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغومراسمو کې چې د ارګ په ارشیف کې ترسره شول، په علمي او ټولنیزو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر لال پاچا ازمون جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل: "ستاسو په همت، ملاتړ، همکارۍ او لارښوونه وتوانېدو چې د سیال کاکړ کتابتون او قلمي نسخې کابل ته راوړو."

ده له پروفیسور سیال کاکړ څخه له دې امله مننه وکړه چې په خپلو شخصي امکاناتو یې دغه برابره کړې پانګه د لا ښې استفادې او خوندیتوب په موخه په ویاړ او وړیا افغانستان ته  راوسپارله او دا یې د هغه د علمي او عملي مبارزې لویه نښه وبلله. 

نوموړي وویل، د پښتو، دري او عربي ژبو پر دغو ۱۳۳ قلمي منظومو او منثورو نسخو سربېره چې له ۲۰۰- ۳۰۰ کاله پورې تاریخي مخینه لري، د نوموړي د کتابتون ۴۶۰۰ بېلابېل کتابونه او مجلې علومو اکاډمۍ ته وسپارل شوې.

ازمون د دغو نسخو د خوندیتوب، سکن کولو، کابل پوهنتون، علومو اکاډمۍ او ملي موزیم ته د یوې یوې کاپي د سپارلو او په اړه یې د څېړنو ترڅنګ وړاندیز وکړ چې علومو اکاډمۍ دې یوه خونه او یا د کتابتون یوه برخه د پروفیسور سیال کاکړ په نوم ونوموي او په کوټه ښار کې دې هغه ودانۍ چې د افغانستان د دولت ملکیت دی، فرهنګتون ته ځانګړې شي.

ورپسې د جمهوري ریاست سلاکار زرین انځور د قلمي نسخو ارزښت ته په اشارې وویل، د سیال کاکړ په څېر دغه ارزښتناکې پانګې دې د ښې ساتنې او ګټه اخیستنې په موخه له بېلابېلو اشخاصو، ځایونو او شخصي کتابتونو څخه په منظم ډول راټولې او په علومو اکاډمۍ او ارشیف کې خوندي او د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.

دغو مراسمو ته د وینا پرمهال جمهور رئیس غني وویل: "نن ټولو ته د خوښۍ ورځ ده چې زموږ د ستر شخصیت سیال کاکړ معنوي پانګه او خزانه خپل تاریخي کور افغانستان ته سپارل کېږي. د نوموړي د قدرانۍ په موخه به زه، علومو اکاډمۍ او ټول علمي شخصیتونه په خپلو لاسلیکونو نوموړي ته مننلیک ترتیب کړو."

ده څرګنده کړه، څلوېښت کاله وړاندې مې له سیال کاکړ سره په کوټه ښار کې ولیدل او د هغه مینه، ژمنه او څېړنې ټولو افغانانو او څېړونکو لپاره ویاړ دي. پروفیسور سیال کاکړ خپل ټول ژوند د پښتو ژبې ودې، د افغانستان تاریخي هویت او د ځوانانو روزنې ته وقف کړی و.

هغه لارښوونه وکړه چې په کوټه ښار کې د افغان قونسلګرۍ ودانۍ دې د سیال کاکړ په نوم د افغانستان پېژندنې مرکز او د فرهنګ کور شي. علومو اکاډمي دې د ښاغلي سیال کاکړ په نوم ځانګړي کتابتون ته د کونړ لرګي لوحه چې نوموړی ورسره ځانګړې مینه لري، جوړه کړي.

غني د ارشیف مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د پروفیسور سیال کاکړ د قلمي نسخو په ګډون ټولې قلمي نسخې تداوي او سکن کړي او د هغو یوه یوه کاپي دې د کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او بامیانو پوهنتونونو ته ورکړي چې په اساسي توګه ورباندې کار او څېړنې وشي.

ده وویل، موږ باید پوه شو چې زموږ عمده خطي اثار چېرې دي او د دې لپاره به اړین امکانات ترتیب کړو. زموږ زیاته برخه اثار په هند، استانبول، تاشکند، المان، فرانسه، انګلستان، پېښور، لاهور او نورو  ځایونو کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.