د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نږدې نیمایي زده کوونکې وایي ستره وېره یې ناامني ده

نږدې نیمایي زده کوونکې وایي ستره وېره یې ناامني ده

Dec 24, 2019 - 16:44

کابل (پژواک،۳مرغومى ۹۸): یوه څېړنه ښیي چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې په منځنۍ کچه ۱۴ سلنه نجونې د ښوونځي پرېښودو ته اړې شوي او د ښوونځیو نږدې نیمایي زده کوونکې وایي چې ستره وېره یې ناامني ده.  

د ښځو او ماشومانو د حقوقو څېړنیز بنسټ، نن په کابل کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو او فرصتونو په تړاو څېړنيز راپور خپور کړ.

دغه بنسټ وایي چې د څېړنې پر مهال یې په ننګرهار، کابل، بدخشان، کندهار، بلخ او پروان ولایتونو کې له  ۱۳۷۳ کسانو سره مرکې کړي چې ۷۲۶ یې د ښوونځیو زده کوونکې، ۳۲۲ هغه نجونې دي چې ښوونځي يې پرېيښي او پاتې نور د زده کوونکو والدين، ښوونکي، د ښوونځيو مديران او د پوهنې د برخې کارپوهان دي. دغه راپور د  ۲۰۱۸ کال د جولای له مياشتې د ۲۰۱۹ کال تر ډسمبر پورې برابر شوی دی.

د راپور موندنې ښيي چې د ۳۲۲ هغو نجونو چې ښوونځي يې پرېيښی ۴۹ سلنه يې لامل ناامني، ۲۲ سلنه يې کورنۍ تاوتريخوالي، ۱۸ سلنه يې ښوونځي ته د بيا تلو ناشونی توب، ۷ سلنه يې ځورونې او څلور سلنه يې جبري ودونه بولي.

دغه راز، کډوالي، د ښځينه ښوونکو نشتوالی، بلوغ، له ښوونځي د واټن ډېروالی، په ښوونځي کې تاوتريخوالی، د ښوونځيو تړل کېدل، ناسم رواجونه، فقر او د کور په کارونو کې مرسته کول نور هغه لاملونه دي چې له امله يې نجونې د ښوونځي پرېښودو ته اړې شوې دي.   

د سرچینی د موندنو پر بنسټ، ۵۹ سلنه نجونې چې ښوونځي يې پرېيښي، عمرونه يې د ۱۳ او ۱۵ کلونو تر منځ دي.

سرچینه لیکي په بدخشان کې نږدې ۲۵ سلنه په ننګرهار کې شل سلنه، په پروان کې ۱۷ سلنه، په کندهار کې ۱۶ سلنه، کابل کې ۱۳ سلنه او په بلخ کې ۱۲ سلنه مرکه کوونکو نجونو ويلي چې ښوونځی يې پرېيښی دی.

د راپور له مخې، د نجونو والدينو ویلي چې په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو د کموالي له امله نجونې د ښوونځي پرېښودو ته اړې شوي، خو ښوونکو ویلي ستر لامل دا دی چې ښوونځي په لرې واټن کی موقعیت لري.

دغه راز په راپو کې راغلي چې د ښوونځيو مديران او کارپوهان بيا ناسم رواجونه د نجونو د ښوونځيو د پرېښودو ستر لاملونه بولي.

د سرچینې د موندونو پر بنسټ،۷۲۶ هغه نجونې چې لا هم زده کړې کوي ۴۹ سلنه ناامني، ۲۴ سلنه د ښوونځي پرېښودل، ۱۶ سلنه ناکامي، څلور سلنه کورنی تاوتريخوالی، څلور سلنه ځورونې، دوه سلنه په ښوونځي کې تاوتريخوالی او يو سلنه بيا په ښوونځي کې د روغتيا ساتنې د امکاناتو نشتوالی خپلې ستره وېره بللې ده.

د نجونو د زده کړو د دوام په موخه مور او پلار هڅول، په دې برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړالى، د ښوونکو د علمي وړتياوو لوړول، د امنيتي وضعيت ښه کول، د ښځينه ښوونکو ډېرول، د فقر کمول، د ډېرو ښوونځيو جوړول، د نجونو لپاره د ښوونځيو ځانګړي کول او د سيمه ييزو بنسټونو پياوړي کول، د یاد بنسټ هغه وړانديزونه دي چې له مخې يې نجونې کولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د پوهنې وزير ميرويس بلخي په نننۍ ناسته کې وويل چې دا مهال په هېواد کې ۳،۷ ميليونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي، چې نږدې ۷۰ سلنه يې نجونې دي.

هغه زياتوي:"موږ د راپور له چمتو کوونکو مننه کوو، موږ ته يې هغه موارد يو ځل بيا راپه ګوته کړل چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډ دي؛ موږ تر ډېره بريده هڅه کړې چې دغه ستونزې له منځه يوسو."

د ده په وينا، له ښوونځي د واټن د ډېروالي د مخنيوي په موخه دا مهال د نږدې ۲۷۰۰ ښوونځيو د جوړېدو چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوي چې ۱۱۰۰ يې يواځې د نجونو دي.

هغه وویل چې د ۳۰۰۰ نورو ښوونځيو د ودانیو د جوړېدو چارې به هم پیل شي.

دی زياتوي، د نجونو د روغتيا ساتنې په موخه يې شپږ لارښودونه چاپ او ویشل شوي او د نوروستونزو د حل لپاره هم اقدامات تر لاس لاندې دي.

ده زیاته کړه:"د نظامي امنيت بله چاره نشته، يوازې دا چې سوله راشي او موږ له دې مصيبته خلاص شو."

د حکومت اجراييه ډاکتر عبدالله عبدالله په نننۍ ناسته کې وويل:"که موږ غواړو چې پرمختللی هېواد ولرو او ټولې ستونزې مو هوارې وي؛ بايد پر نجونو زده کړې وکړو او فساد له منځه یوړل شي."

دی زياتوي، حکومت په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت د پوهنې بهير د پرمختګ په برخه کې ډېرې هڅې کړي، خو لا کافي نه دي.

د ده په وينا، حکومت په ټول توان سره حاضر دی چې د نجونو لپاره داسې فرصتونه برابر کړي تر څو وکولای شي زده کړې وکړي.

دی وایي چې حکومت به د سولې د خبرو پر مهال هم د نجونو پر زده کړو ټينګار ولري.   

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan