ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې د افغانیو د کوچني بانکنوټونو کموالي خلک له ستونزې سره مخ کړي

جلال اباد ښار کې د افغانیو د کوچني بانکنوټونو کموالي خلک له ستونزې سره مخ کړي

author avatar
25 Dec 2019 - 15:25
جلال اباد ښار کې د افغانیو د کوچني بانکنوټونو کموالي خلک له ستونزې سره مخ کړي
author avatar
25 Dec 2019 - 15:25

جلال اباد (پژواک، ۴ مرغومی ۹۸): وروسته له هغه چې د ننګرهار ولايت چارواکو د راکړې ورکړې پرمهال د کلدارو په اخېستو بنديز ولګاوه، جلال اباد ښاريان په ښار کې د وړو افغانيو له نشتوالي شکايت کوي.

دوی وايي، هر کله چې سودا اخلي او دوکاندار ته افغانۍ ورکړي د وړو افغانيو د نشتوالي له امله مجبوريږي چې د افغانيو پر ځای کلدارې بېرته ورکړي.

خو ننګرهار کې د افغانستان بانک مسئولين وايي، تېرو دوو اوونيو کې يې شاوخوا پنځوس ميليونه وړې افغانۍ بازار ته وړاندې کړي او لا هم دغه چاره روانه ده.

د ننګرهار ولايتي ادارې د يو پرېکړې له مخې د مرغومي له لومړۍ نېټې څخه جلال اباد ښار کې په کلدارو راکړه ورکړه بنده او پرېکړه يې وکړه که هر کاروباري کلدارې واخېستې دوکان او موټر يې درول کېږي.

د جلال اباد ښار د انګور باغ سيمې يو اوسېدونکي عبدالواحد پژواک اژانس ته وويل، هر دوکاندار نه چې سودا اخلي د افغانيو په بدل کې بېرته ځکه کلدارې ورکوي چې وړې افغانۍ ورسره موجود نه وي.

د ببرک په نوم د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي، له خپل کور څخه ښار ته په رېکشا کې راغلی خو دلته يې چې کله ريکشا چلوونکي ته پنځوس افغانۍ ورکړي د پاتې پيسو په مقابل کې يې کلدارې ورکولې چې د دواړو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې ده.

د جلال اباد ښار دوکانداران هم وايي، وړې افغانۍ ورسره موجود نه دي او کله چې بانک يا صرافۍ ته ځي هلته ورته افغانۍ نه وړې کېږي.

د جلال اباد ښار د مخابراتو څلور لارې يو هوټل لرونکي عبدالمجيد پژواک ته وويل، دوی هره ورځ لږ تر لږ لس زره وړو افغانيو ته اړتيا لري خو دوی ته په بانک او صرافۍ کې زر افغانۍ هم نه وړې کېږي.

د جلال اباد ښار يو شمېر صرافان هم د همدې ستونزې يادونه کوي خو اتحاديه يې وايي، چې همدا نن يې پنځه نيم میليونه وړې افغانۍ مارکېټ کې وېشلې دي.

د صرافانو د اتحاديې مشر غلام مصطفی رحيمي وايي، د افغانستان بانک له نماينده ګۍ يې نن سهار پنځه نيم ميليونه افغانۍ راوړي او په ټولو صرافانو يې وېشلې دي.

ننګرهار کې د افغانستان بانک مشر احمدزي توحيديار پژواک ته وويل، له تيرو دوو اوونيو راهېسې چې دغه ولايت کې د افغانيو د ترويج لړۍ پيل شوې پنځوس ميليونه وړې افغانۍ بازار ته عرضه کړې دي.

دی وايي، همدا نن يې هم پنځه نيم ميليونه افغانۍ صرافانو اتحاديې او يو نيم ميليون افغانۍ يې د اصنافو اتحاديې ته ورکړي چې ښار کې د افغانيو راکړه ورکړه به ورسره اسانه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.