د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال په هېواد کې د ٢٧ ميليونه ډالرو په ارزښت ٢٠ ټنه زعفران توليد شوي

کرنه

ارشيف

سږ کال په هېواد کې د ٢٧ ميليونه ډالرو په ارزښت ٢٠ ټنه زعفران توليد شوي

Dec 25, 2019 - 11:57

کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٨): د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د وروستۍ ترلاسه شوو او توحید شوو شمېرو له مخې، په روان کال کې د زعفرانو د تولید کچه ۲۲ سلنه زیاته شوې او ۱۹زره او ۴۶۹ کیلوګرامو ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت له خوا د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال په ترویجي او تولیدي ډول د ټول هېواد پر اووه زره او ۵۵۷ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي دي چې د تېر کال په پرتله یې د تولید کچه نږدې ۲۲ سلنه زیاته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، دا په داسې حال کې ده چې تېر کال پر شپږ زره او ۲۷۲ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي وو چې د تولید کچه یې ۱۶ ټنه کېده.»

د کرنې وزارت وياند اکبر رستمي وايي، د شمېرو له مخې هرات، بلخ، کندهار، اروزګان، دایکندي او سرپل په ترتیب سره هغه ولایتونه دي چې تر ټولو ډېر زعفران یې تولید کړي دي.

د زعفرانو تر ټولو ډېرې کروندې د هرات په ولایت کې دي چې اووه زره هکټارو ته رسېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه راز په بلخ کې پر ۹۹.۵ هکټاره، په فاریاب کې پر ۴۶، په کندهار کې پر ۴۵، په اروزګان کې پر ۳۹، په دایکندي کې پر ۳۱ او په سرپل ولایت کې پر ۲۱ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.

په نورو ولایتونو کې د زعفرانو کروندې د یادو ولایتونو په پرتله لږې دي.

رستمي زياتوي، د افغانستان د زعفرانو د تولید د زیاتوالي عمده لاملونه د زعفرانو کروندو زیاتېدل، د کرنې وزارت خدمات، لکه بزګرانو ته روزنه ورکول، د زعفرانو د ښه کیفیت لرونکو پیازو وېش او د بزګرانو لپاره د زعفرانو نندارزې قطعې جوړول دي.

د نوموړي په وينا، روان کال د کابل، غزني، فاریاب او هرات په ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس څلور مرکزونه تجهیز شوي او دغه راز څه باندې دوه زره نارینه او ښځینه زعفران کاران روزل شوي دي.

د کرنې وزارت وياند وایي چې د افغانستان د زعفرانو له سږني تولید څخه سل نمونې د کیفیت د ارزونې په پار د هېواد په معیاري او سټنډرډو لابراتوارونو کې تر ازمایښت لاندې نیول شوي چې په پایله کې یې کیفیت له نړیوالو سټنډرډونو لوړ ثابت شوی دی.

د هغه په وينا، د دغو ازمایښتونو د پایلو پر اساس، افغانستان د نړۍ تر ټولو ښه کیفیت لرونکي زعفران تولیدوي.

د رستمي په خبره، شمېرې ښیي چې سږ کال د افغانستان زعفران کاران له خپل کاروباره څه باندې ۲۷ میلیونه ډالرعايد لاسته راوړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې وزارت د زعفرانو د ودې او پراختیا لپار په ۱۳۹۵یم کال کې پنځه کلنه برنامه ترتیب کړه چې پر بنسټ یې په هېواد کې د زعفرانو د تولید کچه تر ۱۴۰۰ام لمریز کاله پورې باید ۱۴ ټنو ته ورسېږي، خو د زعفرانو د تولید کچه ښیي چې د کرنې وزارت د زعفرانو د ودې لپار د ټولو برنامو پر پلې کولو سره توانېدلې ده چې له ټاکلي مودې یو کال مخکې یعنې د دې پنځه کلنې برنامې له وړاندویونو یو کال مخکې شپږ ټنه زیات تولید ولري.

د يادونې ده، سږ کال د شپږم ځل لپاره د افغانستان زعفران د نړۍ په کچه لومړى مقام خپل کړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking