کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۹۸): د کوچيانو چارو د سمون رياست د افغانیو د ترویج کمپاین پیل کړی او وایي، کوچيان به له دې وروسته ټوله راکړه ورکړه ځکه په افغانيو کوي چې دغه پيسې د افغانانو ملي هويت دی.
دا په داسې حال کې ده چې له ډېرو کلونو راهيسې په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، کندهار، غزني، خوست او ځينو نورو ولايتونو کې د افغانيو پر ځای پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه کېږي.
خو له څه مودې راهيسې په ننګرهار، لغمان، نورستان او خوست ولایتونو کې د کلدارو بندېدو هڅې روانې دي.
د ننګرهار ولايتي ادارې پرېکړه کړې چې د مرغومي له لومړۍ نېټې وروسته په جلال اباد ښار کې هېڅوک کلداره د راکړې ورکړې لپاره نه شي کارولی.
د کوچيانو چارو د سمون ادارې چارواکو نن په کابل کې "افغانۍ زموږ ملي هويت دی" تر نوم لاندې د افغانيو د ملاتړ او ترويج ملي کمپاين پيل کړ.
د کوچيانو چارو د سمون ادارې مشر حبيب الرحمان نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې کوچيانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې شته نو اړينه ده چې د نورو هېوادونو د پیسو، په ځانګړي ډول د کلدارو پر ځای افغانۍ وکاروي.
د یادونې ده، له ایران سره پر پوله پرتو ولایتونو کې ډېرې معاملې په ایراني تومان کېږي.
حبیب الرحمان وایي: "افغانۍ زموږ ملي هويت دی، بايد پر خپل ملي هويت ونه شرمېږو؛ موږ کوچيان د هېواد د اقتصاد د ملا تېر حيثيت لرو، موږ په ښه ډول کولای شو په هغو سيمو کې چې نورې پيسې کارول کېږي، افغانۍ ترويج کړو."
د ده په وينا، که چېرې کوچيان د خپلو ټولو لبني او مالدارۍ د نورو محصولاتو په راکړه ورکړه کې د نورو پيسو پر ځای چې بيه يې ثابته نه ده، افغانۍ وکاروي، ډېره ګټه به وکړي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تخنيکي مرستيال فريدون بارکزي هم په نننۍ ناسته کې وويل چې د افغانيو کارول د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اړين رول لري، خو له بده مرغه دا مهال د هېواد په ګڼ شمېر په ځانګړي ډول سرحدي ولايتونو کې د نورو هېوادونو پیسې کارول کیږي.
دی زياتوي: "دا چې کوچيان د هېواد په ګڼو برخو په ځانګړي ډول د اقتصاد په پرمختګ کې رغنده رول لري، نو کولای شي په ښه ډول د افغانیو د ترویج کمپاين پر مخ يوسي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن