ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“عامه ځايونو کې د تياتر له لارې د ښځو حقونو په اړه د پوهاوي لپاره کار کيږي  “

“عامه ځايونو کې د تياتر له لارې د ښځو حقونو په اړه د پوهاوي لپاره کار کيږي “

author avatar
26 Dec 2019 - 15:01
“عامه ځايونو کې د تياتر له لارې د ښځو حقونو په اړه د پوهاوي لپاره کار کيږي  “
author avatar
26 Dec 2019 - 15:01

مزارشريف (پژواک، ۵ مرغومی ۹۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو خياباني تياتر ترسره شو.

دغه تياتر د سنايي پراختيايي موسسې په نوښت، عدالت ته د لاسرسي پروژې له خوا د مرغومي په ۵مه، د بلخ د ولايتي شورا په انګړ کې جوړ شوی وو.

د سنايي پراختيايي موسسې مسووله مېرمن ريحانه ذکي وايي، چې دغه پروګرام د اتيايمې او نويمې لسيزې د ښځو د ژوند او کار د پرتله کولو په موخه جوړ شوى دی.

هغه زياتوي، چې د دغه تياتر له لارې غواړي؛ څو خلکو ته وښيي، چې مېرمنې د کور په سختو کارونو بوختې دي او د کورنۍ په تنظيم کې مهم او حياتي رول لوبوي.

مېرمن ذکي وايي، چې د ياد تياتر له لارې غواړي، خلکو ته پيغام  ورکړي، چې مېرمنو ته اجازه ورکړي څو د کور سربېره بېرون هم کار او دنده ترسره کړي.

نوموړې وايي، چې افغان مېرمنې لا هم په سختو شرايطو کې ژوند کوي او په ډېری مواردو کې له خپلو حقوقو څخه بې برخې پاتې شوې دي.

د هغې په خبره، دوی غواړي، چې په عامه ځايونو کې د وړو پروګرامونو او تياتر له لارې د مېرمنو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوی لپاره کار وکړي.

د افغان ښځو شبکې غړې مېرمن پشتون شراره وايي، چې د ټولنې هر فرد مسووليت لري؛ څو د بشري حقونو د نقض مخنيوي لپاره کار وکړي.

هغې پژواک ته وويل، چې د بشري حقونو ساتل او همدا راز د ټولنې افرادو ته د هغوی د حقونو ورکول د ټولنې د هر تن دنده او مسووليت دى.

هغې زياته کړه، چې په لرې پرتو سيمو کې مېرمنې په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوي.

د هغې په وينا، د بشري حقونو سازمانونه بايد د کليوالي مېرمنو د ناوړه وضعيت د بدلون لپاره هلې ځلې وکړي.

د پوهنتون استاد ذبيح الله ايثار پژواک ته وويل، چې په روانه لسيزه کې د مېرمنو وضعيت کې يو شمېر مثبت تغيرات راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.