ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د کندوز امنيتي مسوولين د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي

خلک: د کندوز امنيتي مسوولين د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي

author avatar
26 Dec 2019 - 15:39
خلک: د کندوز امنيتي مسوولين د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي
author avatar
26 Dec 2019 - 15:39

کندوز (پژواک، ٥ مرغومى ٩٨): د کندوز اوسېدونکو او د ولايتي شورا غړو پر امنيتي مسوولينو نيوکه وکړه چې د خلکو د امنيت په ټينکښت کې پاتې راغلي دي، خو امنيتي مسوولين بيا وايي چې د امنيت  ټنيګښت لپاره يې پلانونه جوړ کړي دي.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د دغه ولايت د اوسېدونکو او دولتي مسوولينو ترمنځ جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې قومي مشر قيوم غفوري وويل چې په دې وروستيو کې د کندوز ښار امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى دى.

هغه امنيتي مسوولينو ته په خطاب کې وويل: ((زموږ همکاري له امنيتي ځواکونو سره دا ده چې چې تاسو مو زغملي ياست، کنه هره ورځ بايد لاريونونه وکړو.))

دغه راز بل قومي مشر عتيق الله ابراهيم خېل وويل چې امنيتي مسوولين د کندوز د اوسېدونکو د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي.

هغه وويل: ((خلک تر خپلې وسې همکاري کوي خو امنيتي مسوولين په سمه توګه خپله دنده نه ترسره کوي.))

په ورته وخت کې د کندوز ولايتي شورا غړي رباني رباني هم وويل چې په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى  او جدي اقداماتو ته اړتيا لري.

ده زياته کړه: ((اول خو دا د خواشينۍ ځاى دى چې وسله وال مخالفين د ښار په منځ کې فعاليت لري، رېنجر په نښه کوي او نورې کړنې ترسره کوي، خو څوک يې مخه نه شي نيولاى.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې امنيت بايد ټينګښت ومومي.

د غونډې په پاى کې د کندوز د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال مدبر صافي وويل چې وسله وال مخالفين اوس يواځې غلچکي بريدونه ترسره کوي.

ده ډاډ ورکړ چې د کندوز ښار او نورو سيمو د امنيت د ټينګښت لپاره اړين پلانونه جوړ شوي چې ډېر ژر به پلي شي.

همدارنګه د کندوز د ملي امنيت رييس ډګروال زبير کريمي وويل چې په کندوز ښار کې د طالبانو پر وړاندې به جدي اقدامات ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.